ایران کې افغان زدهکوونکي په پټو ښوونځیو کې زدهکړې کوي
ځينو نړیوالو رسنیو او د کډوالو نړیوالې ادارې خبر ورکړی چې زرگونه افغان زدهکوونکي د ایران په لویو ښارونو کې په پټو ښوونځیو کې زدهکړې تر سره کوي. د الجزیرې انگریزي پاڼې په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې د ایران په پلازمېنه تهران کې زرگونه افغان زدهکوونکي په پټو ښوونځيو کې زدهکړې کوي.
د کډوالو د نړیوالې ادارې د راپور له مخې اوسمهال شاوخوا درې ملیونه افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي چې له دوی څخه یوازې یو ملیونه د اوسېدو اسناد لري. د ایران د حکومت د قانون له مخې هغه ماشومان چې د اوسېدو اسناد نه لري د زدهکړې حق هم نه لري.
د کډوالو د نړېوالې ادارې د راپور له مخې شاوخوا پنځه سوه زره افغان ماشومان په ایران کې له رسمي زدهکړو محروم دي. ډېری افغانانو اوس د ایران د حکومت څخه پټ افغاني ښوونځي جوړ کړي او له هغې لارې افغان زدهکوونکي زدهکړې سرته رسوي.
تېر کال د ایران مذهبي مشر خامنايي ویلي وو چې په ایران کې اوسېدونکي ماشومان به د زدهکړې له نعمت څخه نه محرمېږي هغه ژمنه کړې وه چې کوم ماشومان چې د اوسېدو اسناد هم نه لري کولی شي چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي. خو ایران کې مېشت افغان کډوال وایي چې د خامنايي دغو ژمنو کوم رنگ نه دی راوړی.