افغانستانسلايډ

اجراییه رییس: د بهرنیو چارو وزارت وړتیا او واک نه لري

د اجراییه ریاست دفتر وايي چې د بهرنیو چارو وزارت وړتیا او واک نه لري چې بهرنۍ پالیسي تر خپلې څارنې لاندې ونیسي ځکه چې هر څه ولسمشرۍ ماڼۍ په خپل کنټرول کې نیولي دي. دا څرگندونې وروسته له هغې کېږي چې په اوسلو کې د افغانستان سفیره منیژه باختري له خپلې دندې استعفا ورکړه او د خپلې استعفا لامل یې د سفارت په چارو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ لاسوهنې او توکمپالنه ښودلې وه.
په ارگ کې سرچینې وايي چې ولسمشر د بهرنیو چارو وزارت واک په خپل لاس کې نیولی دی. سرچینه زیاتوي چې د برتانیې او امریکا سفارتونه له ولسمشر څخه مستقیم امر اخلي او د روسیې، چین، ایران او هند سفارتونه د ملي امنیت له دفتر څخه اداره کېږي.
د اجراییه ریاست دفتر دغه څرگندونې وروسته له هغې کړي چې د ولسمشر سره یې اړیکې ترینگلي شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button