سوریه کې د روسیې ځواکونو په هوائي بریدونو کی لسګونه کسان وژل شوي
د سوریې په حلب او نورو ښارونو کې د روسیې او بشارالاسد ځواکونو په بمبارۍ کې لسګونه کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې دی. د راپورنو له مخې د وژل شویو کسانو شمیره ۹۰ تنو ته رسېږي. د وژل شوو کسانو ډېره برخه د حلب د ښار اوسېدونکي دي.
د الجزیرې ټلویزوني چینل خبر ورکړی چې د حلب په حیان نومې سیمه کې د بشار الاسد ځواکونو په هوایي برید کې د یوې کورنۍ ۱۲ تنه وژل شوي. خبر زیاتوي چې د حلب په الفردوس نومې بازار باندې د روسيې له لوري په بمبارۍ کې ۲۰ تنه وژل شوی او لسګونه نور ټپیان دي.
د الجزیرې د راپور له مخې د حلب د ښار د کفر حمره د سیمې روغتون هم د روسيې د هوايي ځواکونو له لوري په نښه شوی وو چې له امله یې د روغتون دوه تنه کارکوونکي چې یو یې د ماشومانو د څانگی ډاکټر وو وژل شوي دي.
ویل کېږي چې له بمبارۍ وروسته د بشار الاسد ځواکونو د حلب د ښار په راموسه سیمه برید کړی چې د مخالفو اورپکو له لوري له کلک مقاومت سره مخ شوي وو او بېرته په شا وتمبول شول.