سلايډسيمه او نړۍ

کوټه کې چاودنې دېرش تنه وژلی، لسګونه ټپيان

څو شېبې مخکې د پاکستان د کوټې ښار په يوه ملکي روغتون کې زوروره چاودنه شوې ده. چاودنه کې تر اوسه د دېرشو کسانو د وژل کېدو او له څلوېښتو ډېرو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی. پاکستانۍ وېبپاڼې «ډان نيوز» څرګنده کړې، چې تر دې دمه دېرش تنه وژل شوي او شايد دا شمېره نوره هم لوړه شي.

له چاودنې وروسته سيمه کې د وسله والو له لوري ډزې هم شوې دي.

د سيمې خلک وايي، چې چاودنه پر هغو مدافع وکيلانو شوې ده، چې روغتون ته د خپل يوه مشر د مړي ليدو ته ورغلي وو. د دوی دغه مشر له چاودنې وړاندې د کوټې ښار يوه بله برخه کې وژل شوی و.

د چاودنې ډېری وژل شوي کسان هم مدافع وکيلان دي. سيمه له پېښې وروسته پوليسو په ولکه کې اخيستې ده او د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي دي. د چاودنې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button