گڼو امنيتي چارواکو په دې وروستيو کې د هلمند جگړې ته د طالبانو د ځانگړي ځواک د ورتگ او د دغه ځواک له جگړهييز مهارته خبر ورکړی دی. چارواکي وايي، د طالبانو دغه ځواک چې «سره قطعه» نومېږي، ماهر جنگيالي او پر مختللې وسله لري او خورا په مهارت جنگېږي.
اسوشيټيډ پرېس اژانس د افغان امنيتي چارواکو په قول ويلي، چې هلمند کې د طالبانو د دې ځواک شمېر څلور سوو تنو ته رسېږي، چې مخونه يې پټ خو د پوځ په څېر دريشي لري او منظمه جگړه کوي.
سرچينه وايي، چې د دې ځواک مشري کندهار او زابل کې د طالبانو د عملياتو پخوانی مشر حاجي نثار کوي. افغان امنيتي ځواکونه د طالبانو د دغو جنگيالو په وړاندې ناتوانه بلل شوي دي.
د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبد المجيد اخندزاده وايي: «طالبانو لومړی دغه ځواکونه سنگين ولسوالۍ ته رالېږلي و او چې اغېز يې ښه وليدل شو، شمېره يې لوړه شوه».
هلمند کې د ملي اردو قوماندانان هم مني چې اوسمهال د طالبانو له منظمو او پياوړو جنگيالو سره په جگړه بوخت دي. د سنگين گڼ اوسېدونکي وايي، دغو طالبانو په څلورو کسانو د ولسوالۍ مرکز او امنيه قومانداني په داسې حال کې ونيول، چې شل تنه سرتېري په کې وو.
د هلمند د ولايتي شورا رييس خپلو وروستيو خبرو کې ويلي وو، چې طالبانو سره جگړه کې يوازې يوه شپه او ورځ کې شپږ سوو امنيتي ځواکونو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. هغه همدا راز زیاته کړې وه، چې د هلمند اتيا سلنه خاوره اوسمهال د طالبانو ولکه کې ده او شونې ده پاتې نورې سيمې هم لاندې کړي.
بل پلو د هلمند خلکو حکومت ته گواښ کړی، چې که د دې ولايت جگړو ته د پای ټکی کېنږدي، دوی به طالبانو سره يو ځای شي. د هلمند جگړې ته د ولسمشر غني له لوري ټاکل شوي اوپراتيفي قوماندان عبد الجبار قهرمان څه موده وړاندې حکومتي چارواکي د جگړې په غځولو تورن کړل او دا جگړه يې يوه «جعلي او تجارتي» جگړه وبلله.