د جوزجان پوليسو څرګنده کړې ده، چې وسله والو طالبانو د دې ولايت قوش تپه ولسوالۍ کې له بريدونو وروسته دوه سوه پوليس محاصره کړي دي. طالبانو څو ورځې وړاندې د دې ولسوالۍ پر مرکز بريدونه پيل کړل او ځينو رسنيو يې د طالبانو له لوري د نيولو خبرونه هم ورکړل.
د جوزجان د پوليسو يوه لوړ پوړي چارواکي عبد الحفيظ خاشي بي بي سي سره خبرو کې ويلي، چې له فارياب او سرپل څخه راغليو او ځايي طالبانو له درې ورځو راهيسې خپل بريدونه پيل کړی او تر اوسه يې له امنيتي ځواکونو سره سختې جګړې کړي دي.
نوموړي منلې چې د جګړو پر مهال دوه سوه پوليس د طالبانو له لوري کلابند شوي دي او که له کابله مرستندويه ځواک، وسلې او مهمات او خوراکي توکي ور ونه لېږل شي، بدې پايلې به ولري. طالبان په دې وروستيو کې له دغه تاکتيکه ډېر کار اخلي او له تسليمېدو وروسته ډېری وختونه نيول شوي پوليس بېرته خوشې کوي.
د پوليسو ياد چارواکي ويلي، چې طالبانو د قوش تپه ولسوالۍ د مرکز شاوخوا د پوليسو او اربکيانو ټولې پوستې نيولې دي او د پوليسو قرارګاه ته د تګ را تګ لارې يې تړلې دي.
د يادونې ده، چې وسله والو طالبانو وړمه ورځ د جوزجان په پنځو ولسواليو کې هممهاله بريدونه کړي وو، خو د تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي تر لاسه شوي.