ټولنه

پر ځان څنګه باور پیدا کړو؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي/

د ټولو انسانانو لپاره “غوښتل، رسېدل” یوه فلسفه ده او پر همدغه باور لري. ډېره اسانه ده چې د یوې الهام بښونکې مقالې په لوستلو، د تلوېزیون د یوې خپرونې په لیدلو او یا هم پر ځان د بريا په یوه سيمینار کې په ګډون کولو سره پر خپل ځان باور پیدا کړئ، له خپلې توانمندۍ ګټه واخلئ او د هيلو ماڼۍ مو پرې ورغوئ. دغه راز یوه ډله بدبین کسان هم شته چې تل منفي فکر کوي او همدا فکر یې د دې لامل شوی چې تل په غمونو کې پټ وي، بې له دې چې خپل ځان خراب کړي نور څه یې لاسته نه ورځي. که تاسو پوه شئ چې پر دې ډول کسانو په خپل ژوند کې کوم ډول بدې پېښې تېرېږي او له خپل فکر څخه د زېږنده ستونزو له کبله څومره ځورېږي، هېڅکله به یې هم ملامت نه کړئ.

په هر صورت بدبیني هم د نور پديدو په څېر د پیدا کېدو ځیني عوامل لري؛ تر ډېره بریده بدبینو کسانو په خپل ژوند کې څو ځلې ماتې خوړلې وي او له زیاتو کوښښونو سره سره بیا هم نه وي توانېدلي چې خپلې موخې ته ځان ورسوي. تجربو او څېړنو ښودلې چې دغه ډول کسان بالاخره دې پایلې ته رسېدلي چې موخې ته رسېدل په عزم او ارادې پورې نه دي تړلي، بلکې بریالي کسان یوازې خوش چانسه دي، چې کولای شي خپلې موخې ته ورسېږي.

اصلي خبره دا ده چې بدبینو کسانو له دې فلسفې چې “غوښتل،رسېدل” دي ګټه پورته کړې ده، خو له زیاتو هڅو سره سره بیا هم له خنډ سره مخ شوي او هڅو یې کومه پایله نه ده ورکړې. همدا خبره ده، کله چې تاسو له دغه ډول کسان سره کېنئ، دوی پر خپل نفس باندې اعتماد او باور له لاسه ورکړی وي او دا خبرې چې انسان پر خپل نفس د اعتماد او تل په مثبت فکر کولو سره خپلې موخې ته رسېږي، بابېزه ورته ښکاري.

خو داسې نه ده! په ټوله کې بریا یوازې پر قوي ایمان او ارادې پورې تړلې ده، هغه لاره چې تاسو د ځان لپاره ټاکلې ده او غواړئ له دې لارې بریا ته ورسېږئ. که پوره ایمان او باور پرې ونه لرئ، لرې نه ده چې له سختو توپانونو او خنډونو سره به مخ شئ او بالاخره به خپلې موخې ته په رسېدو کې ناکام شئ.

سمه خبره ده، د دې لپاره چې خپلې موخې ته د رسېدو لپاره هڅې او کار کولو ته هم اړتیا شته خو ایمان او باور یې اصلي لاملونه دي، موخې ته د رسېدو لپاره مو له هغو ستونزو او خنډونو سره مبارزې ته چمتو کوي چې مخې ته مو راځي.

دا خبره هم سمه ده چې کېدای شي کله کله موخې ته د رسېدو لپاره له یو لړ ستونزو سره مخ شئ او له خپلې موخې مو زړه توري کړي، خو که پوره ایمان او باور ولرئ او غواړئ د نېکمرغۍ دروازې مو پر مخ خلاصې شي نو پر خپل ځان باندې باور له لاسه مه ورکوئ، تل دا دوه شیان په یاد ولرئ: “په مقصد ایمان او د مسوولیت احساس” که مو کله دغه دوه ټکي په ځان کې نهادینه کړل، پوه شئ چې نور خپلې موخې ته رسېدلي او په خپله چاره کې بریالي شوي یاست.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button