نیلاب شینواری
ولسمشرۍ ماڼۍ کې غني ته نږدې سرچینو د هغه د ورځني ژوند، جامو، د خوښې خوراک او نورو شخصيتي ځانگړنو په اړه څه معلومات شریک کړي چې لوستونکو ته ښايي په زړه پورې وي.
ولسمشر د خپل ژوند ډېره برخه په کابل او بیا په لویدیځ کې تېره کړې خو لویدیځ کې ژوند یې پر افغاني کلتور ډېر اغېز نه دی کړی. غني تر دکتورا لوړې زدهکړې لري او په علمي برخه کې یې د پوهاندۍ افتخار تر لاسه کړی.
جامې: د نوو جامو شوقي نه دی، په تېرو دوو کلونو کې یې اته جوړه جامې کړي دي. سپین رنگ ډېر خوښوي، ډېری جامې یې سپین او یا سپین ته ورته رنگ لري؛ په دې اته جوړه جامو کې یوزاې دوه جوړه یې تور رنگ لري. د ولسمشر د جامو رخت د کابل او یا ننگرهار له بازار څخه اخیستل کېږي او په ننگرهار کې جوړېږي.
لونگۍ: ولسمشر د لونگۍ شوقي نه دی او یوازې د جنوب او جنوب غرب مشرانو ملاقاتونو ته له لونگۍ سره ورځي او خپله یې تر دې دمه د کومې لونگۍ د اخیستلو امر نه دی کړی، شته لونگۍ د قومي مشرانو له لوري ورته ډالۍ شوي دي.
واسکټونه: درې واسکټه لري چې ننگرهار کې جوړې شوي دي.
پتلونونه: ولسمشر د خپلې ولسمشرۍ له پیل راهیسې تر دې دمه د دوه جوړه دریشۍ اخیستلو امر کړی. یو وار چې د امریکا په سفر تللو او دویم وار چې د قطر هېواد ته یې سفر درلود.
خوراک: ډېر لږ خوراک کوي او په خوړو کې له سبزیجاتو، چپسو او کبانو سره ډېره مینه لري.
ملاقاتونه: کوښښ کوي چې د پښتنو له مشرانو سره ډېرې کتنې ونه کړي او که وکړي هم نو بیا زغم نه لري او پر دوی ډېر ژر غوصه کوي او وايي چې پښتانه مهذبه نه دي یوازې تورونه پورې کوي. له نورو قومونو سره د کتنو په اړه وايي چې باید له دوی سره ښه تعامل وشي ځکه دا خلک هم ستا اوري او هم خپله کوي.