افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي څرگنده کړې ده، چې د سولې خبرې اترې به اوږد وخت ونيسي او په دې اړه دې له زغمه کار واخيستل شي.
د م م ځانگړي استازي تاداميچي ياماموتو نن کابل کې يوه خبري غونډه کې افغانستان کې د جگړو د ملکي تلفاتو په اړه د راپور وړاندې کولو پر مهال دا څرگندونې وکړې.
هغه خبريالانو ته وويل، چې سوله يوه اوږدمهالې پروسه ده او که افغانستان کې يې په اړه هڅو تر ننه پايله نه ده لرلې، نو دا په دې معنی نه ده، چې زغم له لاسه ورکړو او غبرگون وښيو.
افغانستان لپاره د م م ځانگړي استازي ټينگار وکړ، چې د څلور اړخيزې کمېټې له لوري يو وار بيا هڅې پيل شوې دي او د پاکستان حکومت هم افغان سولې سره د همکارۍ ژمنه کړې.
بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز څو ورځې وړاندې وويل، چې تر دريو اوونيو به وسله وال طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي، خو افغان حکومت يې غبرگون کې وويل، چې تر څو پاکستان خپل چلن کې بدلون نه وي راوستی، باور پرې نه شي کېدی. افغان حکومت همدا راز ويلي و، چې دمگړۍ له وسله والو مخالفينو سره د سولې هيڅ پلان نه لري.
طالبانو هم څه موده وړاندې په دې اړه ويلي وو، چې د وروستي بهرني پوځي تر شتونه به جگړې ته دوام ورکړي، خو تازه يې په دې هکله څرګندونې نه دي کړې.