ټولنه
د نېکمرغه کورنۍ څلیریشت نښې
ژباړن : عطا محمد میاخېل/
د یوې کورنۍ تر ټولو طبیعي بڼه داده، چې پرته له مرګه هېڅ لامل ونه شي کولای، چې د واده اړیکه له منځه یوسي او د مېرمنې او خاوند ترمنځ جدایي را منځته کړي . د ټولنې د خوا خوږو په ځانګړې توګه د الله (ج) د استازو ( پیغمبرانو ) هڅه او کوښښ دا وو، چې کورنی نظام یو ټینګ او باثباته نظام واوسي او هېڅ لامل ونه توانېږي، چې دا نېکمرغه ټولنه له منځه یوسي . په هر حال نېکمرغه کورنۍ نښې لري، چې موږ یې دلته څو بېلګو ته اشاره کوو . په دې هیله، چې ستاسو کورنۍ هم له دې نښو څخه برخمنه وي .
۱ ـــ د کورنۍ د غړو ترمنځ دا جمله ( په مایې څه یا په تا یې څه ) نه تبادله کېږي، ځکه چې د کورنۍ غړي په خبرو اترو او منطقي مشورو باندې باور لري او د مسؤولیت احساس کوي .
۲ ـــ د کورنۍ غړي په یو بل باندې باور لري او له دې باور څخه بده ګټه نه اخلي او باور د بریالي واده او بریالۍ کورنۍ یوه له بنسټیزو ځانګړتیاوو څخه ګڼي .
۳ ـــ تر کومه ځایه چې امکان لري، مېلمستیاو او کور پورې اړوند کارونو ته یوازې نه ځي. یو زړه توب، همکاري، د فکر یو والی او همغږي د نېکمرغه کورنۍ پایښت ګڼي .
۴ ـــ په خپل منځ کې یو والی لري او په بېلا بېلو مسئلو کې، په خبرو اترو او مشورې سره تفاهم ته رسېږي او هڅه کوي، که چېرې ناسم پوهاوی را منځته شي، په خپل منځ کې پرته له دې، چې څوک وپوهېږي، حل یې کړي .
۵ ـــ د یو بل له سلیقو او باورونو څخه خبر دي، هغو ته درنښت لري او عمل پرې کوي .
۶ ـــ له یو بل څخه شرم نه لري . یانې خپلې طبیعي غوښتنې، پرته له کومې خواشینۍ او تاوتریخوالي څخه څرګندوي .
۷ ـــ د یو بل حریم ته درنښت لري او له خپل مشخص شویو حدودو څخه پورته تګ نه کوي.
۸ ـــ د یو بل اروایي او جسمي سلامتیا ته اندېښنه کوي او په یو بل باندې پام کوي . که چېرې دا ډول ستونزې را منځته هم شي، نو د ستونزو د حل په لاره کې ډېرې هڅې کوي.
۹ ـــ ډېری وخت د خوښۍ او خوشالۍ شېبې چې د یو بل تر څنګ وو، ترې یادونه کوي. د ترخو خاطرو په لټه کې نه دي، خوښېږي یې چې تل په خوشالۍ او هوساینه کې ژوند وکړي .
۱۰ ـــ خپلو کورنیو او ګاونډیانو ته ارزښت ورکوي او یو د بل د کورنۍ منونکي دي .
۱۱ ـــ یو دبل له مالي چارو څخه خبر دي او یو له بل څخه څه نه پټوي . پانګه او پس انداز کول د نېکمرغه کورنیو د اقتصادي پروګرام برخه ده .
۱۲ ـــ یو د بل د ودې له پاره هڅه کوي او د کورنۍ د پرمختګ زمینه برابروي .
۱۳ ـــ افراد یو بل ته په عمودي نه، بلکې په افقي توګه ګوري، یانې هېڅوک په مقام او واک کې له بل څخه ځان غوره نه ګني، دیکتاتوري، زور او واک غوښتنه حاکمه نه ده .
۱۴ ـــ ټول غړي ځان، د ګټې، بریالي اوسېدلو او هیلې لرو احساس کوي او په ژوند کې ځانونه بریالي ګڼي .
۱۵ ـــ د یو بل ترڅنګ د امنیت، آرامۍ او هوساینې احساس کوي . نه ویره، نه خواشیني او نه هم جګړه او شخړه .
۱۶ ـــ په خبرو او چال چلند کې یو بل ته مینه، لېوالتیا او یو زړه توب څرګندوي .
۱۷ ـــ له یو بل څخه بېځایه تمه او نامناسبه هیله نه لري .
۱۸ ـــ که چېرې کومه ستونزه را منځته شي، د حل لارې په اړه یې فکر کوي او په ګناهکار پسې نه ګرځي . د ستونز د لامل او ریښې په موندلو لاس پورې کوي او د حل د منطقي لارې وړاندیز کوي .
۱۹ ـــ هر یو له دواړو لورو څخه تل د یو بل د خوښ او خوشاله ساتلو په اړه فکر کوي .
۲۰ ـــ مېرمن او خاوند د یو بل له پاره ژوندي کوي : لومړی ځان بیا نور . د دوی ژوند د ماشومانو، له طلاق څخه د وېرې او یا هم د خلکو د خبرو له پاره نه دی .
۲۱ ـــ ښځه او سړی کولای شي، هره ورځ د یو بل ځانګړي ژوند ته نږدې شي . د نورو له ځانګړو مسئلو او ژوند سره کوم کار نه لري .
۲۲ ـــ د یوبل د غوښتنو په وړاندې مثبت او منطقي چلند لري .
۲۳ ـــ مېرمنه او خاوند یو د بل تر څنګ دي، نه مخامخ یو د بل رقیب، بلکې سره ملګري دي او له ځانه منفي غبرګون نه ښیي .
۲۴ ـــ نېکمرغه کورنۍ هڅه کوي، چې ټولنې ته ښه او نېکمرغه ماشومان وړاندې کړي .