افغانستانسلايډ

د باميانو د ولايتي شورا دروازه وتړل شوه

د باميانو د ولايتي شورا غړو او مدني فعالانو د کابل د پرونيو چاودنو په غبرگون کې د دې ولايت د شورا دروازه تر نامامعلومې مودې تړلې ده.

يوه مدني فعال عبدل دانشيار رسنيو سره خبرو کې وويل، چې د «جنبش روشنايي» پر لاريوون کوونکو د پرونيو چاودنو له امله مو پرون د باميانو د هوايي ډگر دروازه تړلې وه، خو دې ته په کتو چې الوتنو کې اختلال را نه شي، بېرته مو خلاصه کړه». نوموړی زياتوي، چې د ولايتي شورا له غړو سره يې په سلا نن پرېکړه وکړه چې د ولايتي شورا دروازه وتړي او وروسته په دې اړه په شريکه پرېکړه وکړي. خو ده څرگنده نه کړه، چې تر کومه به د ولايتي شورا دروازه تړلې وي.

د ولايتي شورا يوه غړي محمد حسن اسدي د نورو غړو په استازيتوب وويل، چې د شورا دروازه د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ ښودو په موخه تړلې ده.

د يادونې ده، چې د پرونۍ پېښې له امله نن ورځ د ولسمشر غني له لوري ټول هېواد کې ملي وير اعلان شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button