ټکنالوجيسلايډسيمه او نړۍ

سعودی عربستان کې د «پوکی مون گو» په لوبه بندیز ولگېد

د سعودي عربستان علماوو شورا د «پوکی مون گو» په لوبه بندیز لگولي، د رويټر خبري اژانس د راپور پر اساس د سعودي علماوو داسې پرېکړه کړې، چې دغه لوبه داسې برخې لري چې هغه په اسلام کې حرامې دي، لکه د شرابو او جوارۍ برخې. همدا رنگه په دې لوبه کې د تکامل تيوري چې اسلام سره اړخ نه لگوي شته .
«پوکی مون گو» لوبه چې په سمارټ تیلیفونو کې کېږي، په دې وروستيو کې ډیره زياته مشهوره شوه، دا لوبه په امريکا کې د ټويټر، انسټاگرام او واټس اپ نه وړاندې ده خو فیس بوک څخه وروسته ده .
د يوې سروې پر اساس د اي فون استعمالونکي دا لوبه ۳۳ دقیقې په خپلو تیلیفونو کې کوي خو دوهم نمبر کې فیسبوک ۲۲ دقیقې استعمالونکي لري .
دا لوبه د انډرايډ پلی سټور څخه يوازې په امريکا، اسټرليا او اروپا کې د نشر اجازه لري په افغانستان کې لا تر اوسه د نشر اجازه نه ده ورکړل شوی .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button