نثر
څه چې د ځان لپاره خوښوې، د نورو لپاره یې هم خوښ کړه
له پنده ډکه کیسه :
ژباړن : عطا محمد میاخېل/
مېرمن او خاوند دواړه سره ناست وو، خاوند خپلې مېرمنې ته وویل : غواړم له څو میاشتو وروسته خپل پلار، مور، وروڼه او ورېرونه د مېلمستیا په موخه د ماښامنۍ ( ماښام ډوډۍ ) له پاره مېلمانه کړم او د خوړو چمتو کولو زحمت یې تاته سپارم .
سره له دې چې ښځه ظاهراً خوشاله نه معلومېده، وې ویل : سمه ده .
خاوند یې وویل : زه نو ځم چې خپلې کورنۍ ته خبر ورکړم .
بله ورځ سړی خپلې دندې ته لاړه او کورته له را ګرځېدو وروسته یې خپلې مېرمنې ته وویل : اوس مې کورنۍ را رسېږي، خواړه دې چمتو کړي او که نه ؟
مېرمنې یې وویل : نه ستړې ومه؛ د خوړو چمتو کولو حوصله مې نه درلوده، ستا کورنۍ خو څه پردۍ نه ده، څه چې تیار وو، هغه به یې مخکې ورته کېږدم .
خاوند یې وویل : خدای (ج) دې تا وبښي، پرون به دې ما ته ویلي وو، چې خواړه نه شم چمتو کولای، اوس را رسېږي، زه څه وکړم ؟
مېرمنې یې ورته وویل : هغوی ته زنګ ووهه او ترې بښنه وغواړه، هغوی خو څه پردي نه دي. سړی په ډېرې خواشینۍ له کوره بهر شو .
له څو دقیقو وروسته د کور دروازه وټکېده، ښځه د دروازې پرانیستلو په موخه لاړه، کله چې دروازه یې پرانیسته، خپل پلار، مور، خور او ورونه یې ولیدل، چې کورته را دننه شول . پلار یې ترې وپوښتل : خاوند دې چېرته تللی دی ؟ . ښځې وویل : همدا اوس له کوره بهر شو . پلار خپلې لور ته وویل : خاوند دې پرون زموږ کورته راغلی و او موږ ته یې د نن ماښام ډوډۍ له پاره بلنه را کړه، داسې نه چې په کور کې وي ؟
ښځه ډېره خواشینې او حیرانه شوه او پوه شوه، هغه خواړه چې باید پاخه کړي یې وای د خپلې کورنۍ له پاره یې و، نه د خاوند د کورنۍ له پاره یې، په ډېره بیړه یې خپل خاوند زنګ وواهه او ورته وې ویل، چې ولې دې مخکې راته ونه ویل، چې زما کورنۍ دې د ماښامنۍ له پاره را بللې ده ؟
سړي وویل : زما کورنۍ د ستا له کورنۍ سره کوم توپیر نه لري .
ښځې وویل : هیله کووم، په کور کې هېڅ خواړه نه لرو، خواړه واخله او ژر راشه .
سړي وویل : په یوه ځای کې کار لرم، کورته به په ځنډ سره درشم، دوی هم ستا کورنۍ ده، هېڅ توپیر نه کوي، څه چې تیار وو هماغه یې په مخکې ورته کېږده، چې وې خوري لکه څنګه دې چې زما کورنۍ ته ایښودل او دا دې ستا له پاره درس وي، چې نور زما کورنۍ ته درنښت وکړې .
څه چې د ځان له پاره خوښوې د نورو له پاره یې هم خوښ کړه .