د اسلامي نړۍ د علماو د اتحاديې مشر نړیوال مصری عالم دکتور یوسف القرضاوي د ترکیې د ناکامې کودتا په اړه خپل پيغام ترکي ولس ته استولی او له دوی نه یې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
یوسف القرضاوي اردوگان ته په پیغام کې لیکلي چې خدای، عربان، د نړۍ مسلمانان او ټول ازادي غوښتونکي له تا سره دي او د لویدیځ او ختیځ علما له تا او له ترکي ولس سره دي.
هغه زیاته کړې چې موږ ټول له تا سره یو؛ ځکه چې تاسو له حق، عدالت، ولس، ولسواکي، او شورا سره یاستئ.
د پیغام په پای کې زیاته کړې چې: «ښاغلی ولسمشره! په خپله لار ځه، څنگه چې غواړې هغسې ترکیه جوړه کړه، خلک حق ته راوبله او پرمختگ ورکړه، له مظلومانو سره مرسته وکړه موږ له تا سره یو بېشکه چې الله تعالی فرمايي {يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ}»