د روزگان د ولايتي شورا يوه غړي خبر ورکړی، چې د وسله والو طالبانو د پراخو بريدونو له امله د ولايت ټولې ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي.
محمد ظاهر نادري وايي، چې طالبان هره ورځ نوې سيمې تر ولکې لاندې راولي او دولتي ځواکونه په ټاکليو ځايونو کې راټولېږي. د هغه په وينا دولت دومره ځواک نه لري، چې طالبانو ته ماتې ورکړي.
ښاغلی نادري زياتوي، چې د روزگان له نيمو سيمو څخه پر ډېره ځمکه د طالبانو ولکه ده او په نيمو سيمو کې هم درنې جگړې روانې دي. دا په داسې حال کې ده، چې امنيتي چارواکو څه موده مخکې روزگان کې د پرمختگ او د وسله والو د په شا تمبولو ادعا کړې وه.
د روزگان د والي وياند دوست محمد ناياب د ښاغلي نادري خبرې رد کړې دي او وايي، چې امنيتي ځواکونو تېرو څو ورځو کې ډېرې سیمې بېرته له طالبانو نيولې دي. نوموړی زياتوي: «سمه ده چې د طالبانو له لوري درنې جگړې روانې دي، خو د اندېښنې خبره نه شته او د ټولو ولسواليو واک امنيتي ځواکونو سره دی».
د روزگان خلک بيا د والي د وياند خبرې ناسمې بولي او په وينا يې د گڼو ولسواليو لويې لارې اوس هم د جگړو له امله بندې دي، چې دولت يې په مياشتو مياشتو په خلاصولو نه دی توانېدلی.