ټولنه

د ژوند د ښه والي لپاره مو ګام پورته کړئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي/

که مو دا اونۍ په سم ډول نه وي تېره شوې، هڅه وکړئ داسې لارې چارې ولټوئ چې راتلونکې اونۍ مو په ښه ډول تېره شي؛ د بېلګې په ډول د خوښې وړ جامې مو واغوندئ او یا مو هغه دوست ته یو مسيج ولیکئ چې ډېر وخت کېږي اړیکه مو ورسره نه ده نیولې، کېدای شي ستاسو په اند دا ډېر واړه کارونه وي، خو مهمه دا ده چې تاسو خپلو روا غوښتنو ته احترام ولرئ، کېدای شي همدا واړه کارونه مو د دې اونۍ د نېکمرغۍ لامل شي.

په سختو ورځو کې د ځان ملګري و اوسئ

خپل ځان مه رټئ؛ ځکه په دې کار سره مو یوازې خپل عزت نفس تخریبوئ او له منځه یې وړئ. د ځان د رټلو پر ځای د ځان لپاره نږدې ملګری و اوسئ، له خپله ځانه ننګه وکړئ او پر خپل ځان مهربانه و اوسئ.

د ځان لپاره د تفریح زنګ په پام کې ونیسئ

لږ تر لږه د ورځې یوازې درې دقیقې وخت مو د ځان لپاره په پام کې ونیسئ؛ کتاب، فلم او یا همداسې یوه موضوع چې ستاسو په اند خوشالولای مو شي، ځان پرې خوشاله کړئ، ما خپله هم دغه تجربه د ډېر وخت لپاره کارولې ده، بې له شکه چې د پام وړ څه مې ترې ترلاسه کړي هم دي.

مه هېروئ چې راتلونکې ستاسو په لاس کې ده

د مثبت بدلون لپاره هېڅکله هم ناوخته نه دی؛ ډېر کله موږ د تېر په اړه فکر کوو، په داسې حال کې هغه څه چې له لاسه مو ورکړي، وخت پرې تېر شوی، بیا لاسته نه راځي. د دې پر ځای ښه ده چې د خپلو نوو موخو په اړه فکر وکړئ چې کومه موخه مو کولای شي ښه راتلونکې در په برخه کړي. په دې اړه فکر وکړئ چې پاتې عمر مو څه ډول تېر کړئ، کومې ستونزې مو په مخ کې دي او څنګه کولای شئ ترې د وتلو لاره پیدا کړئ او پرې بریالي شئ؟ د داسې څه په اړه فکر وکړئ چې څنګه کولای شم خپلې موخې ته یو قدم نور هم نږدې شم؟ یو قدم نن واخلئ او یو هم سبا.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button