افغانستانسلايډ

نيکولسن: افغانستان ته نږدې څلور سوه امريکايي پوځيان ځای پر ځای کېږي

افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نېکولسن خبر ورکړی دی، چې څلور سوه نور امريکايي پوځيان له افغانستانه د باندې، خو دې هېواد ته نږدې ځای پر ځای کېږي.

د رويټرز خبري اژانس له راپور سره سم جنرال نېکولسن د دغو پوځيانو د ځای پر ځای کولو دقيق ځای نه دی په گوته کړی، خو څرگنده کړې يې ده، چې افغانستان کې هغوی ته د اړتيا پر مهال به غږ پرې کېږي.

نېکولسن پرون په دې اړه خبريالانو ته وويل: «دغه پوځيان چې هر چېرته ځای پر ځای کېږي، موږ اراموي، ځکه د اړتيا پر مهال پرې غږ کولی شو». د هغه په وينا امريکا په دې اړه وار له مخه ناټو سره هوکړه کړې وه.

افغانستان کې د ناټو او امريکايي پوځيانو عمومي قوماندان وايي، دا څلور سوه پوځيان په هغو اته زره څلور سوو کې شامل نه دي، چې د بارک اوباما د پرېکړې له مخې به ۲۰۱۷ز کې هم افغانستان کې پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د لوړپوړو امريکايي چارواکو په قول افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو ته طالبانو سره جگړه کې پوره اختيارات ورکول شوي دي.

امريکا په دې وروستيو کې افغانستان کې يو وار بيا هوايي بريدونو او جگړې ته زور ورکړی، چې د ډېری کورنيو او بهرنیو سياستوالو په وينا د جگړې د غځولو سبب دی. دغه سياستوال په دې اند دي، چې امريکا نه غواړي د افغانستان جگړه پای ته ورسېږي او له همدې امله يې د خپلو پوځيانو شمېر د کمولو پر ځای ډېر او د پوځي مرستو ژمنې يې وکړې.

سره له دې چې ډېری افغانان د امريکا له دغې پرېکړې ناخوښ دي، د ملي يووالي حکومت مشر اشرف غني د دې پرېکړې هرکلی کړی او دا يې وسله والو مخالفينو ته يو څرگند پيغام بللی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button