- ۸۰٪ وخت په ښوونې، څېړنې او علمي کنفرانسونو کې په ګډون لګوي؛
- د مختلفو فکرونو د اورېدلو توان لري؛
- د خپل فکر په ثبوت او له بل سره د استدلال تر منځ توپیر کولای شي؛
- د تبلیغاتو او استدلال تر منځ باید توپیر وکړي؛
- په خپله څانګه کې په نړیواله کچه د بحث وړتیا ولري؛
- د ورځې باید لږ تر لږه ۴ ساعته مطالعه وکړي؛
- له چاپلوسۍ باید ځان وژغوري؛
- د شهرت لپاره باید کار ونه کړي؛
- باید خپل افکار ولري.داسې نه چې د خلکو په طبعې خپل افکار جوړ کړي؛
- د محصلینو د نیوکو حوصله ولري؛
- په تدریس باید محصلین ځان ته جذب کړي او د دوی د فکر کولو سبب وګرځي؛
- د پوهانو له لورې د ده په څېړنو نیوکه باید د ده له لورې وستایل شي؛
- که چېرې د څېړنې په پای کې کوم ځانګړی ځواب ترلاسه کوي نو په دې باید اعتراف وکړي چې پخوا غلط و؛
- یوازې نظریه ورنه کړي، باید خپله د بدلون لپاره کار پيل کړي؛
- باید نه ستړې کېدونکی کار او زیار وکړي تر هغې ډاډه شي چې نظریه يې سمه ده؛
- د علمي کار تر څنګ باید فکري هلې ځلې هم وکړي؛
- په هر حالت کې باید خپلو کړو وړو او خبرو ته متوجه وي؛
- په بحث او مناظره کې باید غوسه نه شي، خپل اواز له عادي حالت څخه لوړ نه کړي؛
- په بېلابېلو فکري او ټولنیزو حالاتو کې باید خپله فکري ازادي ولري؛
- پوه او ذهین محصلین باید تقدير او ناپوه محصلین تشویق کړي؛
- په خپله تخصصي څانګه کې باید نړیوالې اړیکې ولري؛
- لږ تر لږه باید په یوه بهرنۍ ژبه پوه شي؛
- خپل ۹۰٪ علمي او څېړنیز کار د لیکلو له لاری نورو ته ورسوي؛
- د خپلو همکارانو بده او سپکه ونه وایي؛
- په خپله څانګه کې باید لږ تر لږه یو تحقیقي کتاب تالیف کړي؛
- د خپلې څانګې په فلسفې باید پوه وي؛
- د خپلې روشنفکرۍ لپاره باید له رسنیو سره مرکې وکړي؛
- له چارواکو څخه باید لرې اوسي، تر څو په خپلو افکارو او څېړنو کې طرف واقع نه شي؛
- که چېرې د ټولنې مصلحت وي نو له چارواکو سره اړیکه ونیسي؛
- څوک چې کله کله پوهنتون ته سر ورښکاره کوي د کلمې په اصلي معنايې د پوهنتون استاد نه شو بللی.
Back to top button