اجرائیه رئیس نن د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا سره په ناسته کې وویل، په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو راوستل د ملي یوالي حکومت اسایي ژمنه وه.
اجراییه ریس عبدالله عبدالله وايي، د هغې هوکړې له مخې چې دی او ولسمشر غني پرې سلا شوي په ټاکنیزنظام کې د اصلاحاتو راوستلو په موخه به جدي کار سبا د سې شنبې په ورځې پیل شي.
نوموړی وایي، ځینو سیاسي مشران له دې امله چې په ټاکنیز نظام کې کار پیل نه شو له حکومته یې واټن واخېست خو حکومت تر اصلاحاتو وروسته د انتخاباتو لپاره ژمن دی.
خو ښاغلي عبدالله د دغو اصلاحاتو د څرنګوالي په اړه نور څه ونه ویل.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې وه تر دې مخکې د ملي شورا ګډه کمېټه د شنبې په ورځ په دې اړه د ولسمشر غني په دوهم تقنیني فرمان بحث وکړي کوم چې ولسي جرګې رد او مشرانو جرګې د یو شمېر تعدیلاتو په راوستلو سره تائید کړی دی.
خو د مشرانو جرګې اداري پلاوي ويلي چې د ولسي جرګې له خوا تر اوسه دوی ته د ګډې کمېتې لپاره غړي نه دي معرفي شوي.
له دې وړاندې د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشر لومړی تقنیني فرمان د ملي شورا د دواړو مجلسونو له خوا رد شوی و.افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په دې وروستیو کې ویلي وو چې د ټاکنیز نظام بهیر به ونه دریږي.
د چارو کارپوه او د انتخاباتو د څار د موسسې یا “ایوا” مشر جانداد سپین غر وایي، که دغه اصلاحات د ټاکنیزواصلاحاتو د کمېسیون د طرحو پر بنسټ وي نو د ټولو افغانانو له خوا به یې هم هرکلی وشي.
ښاغلي سپین غر زیاته کړه:”اړینه ده چې خلک پوه شي چې اصلاحات په کومه طرحه کېږي، که دغه طرحه د اصلاحاتو کمیسون په طرحوکې وي نو بیا کومه خبره نشته، خو که داسې طرحه وي چې په هغه کې یوازې د حکومت ګټې خوندي وي دا به خلکو ته د منلو وړنه وي.