د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرگ پرون له ماسپخين وروسته وارسا کې يوې خبري غونډه کې څرگنده کړه، چې د افغانستان امنيتي وضعيت تر اوسه ښه نه دی او تمه نه کېږي، چې ژر ښه شي. نوموړي وويل، له همدې امله موږ تصميم ونيوه، چې د افغان ځواکونو غوڅ ملاتړ ته ادامه ورکړو او له هغوی سره همکار پاتې شو.
وارسا کې د ناټو د غونډې په دويمه ورځ افغانستان کې د دغه سازمان حضور له ۲۰۱۶ز وروسته هم تمديد شو او غړو هېوادونو پرېکړه وکړه، چې تر ۲۰۲۰ز به د افغان ځواکونو تمويل کوي.
ښاغلي سټولټنبرگ زياته کړه، چې شونې نه ده، چې د افغانستان ټولې شته ستونزې ژر اوارې شي او دې هېواد کې به د ناټو دوامدار حضور دوام وکړي.
د ناټو دغه لوړ رتبه غړی وايي، وارسا کې د ناټو غړو هېوادونو د افغانستان په اړه پر درې شيانو هوکړه وکړه: دا چې له ۲۰۱۶ وروسته به هم غوڅ ملاتړ ادامه وکړي، تر ۲۰۲۰ به د افغان ځواکونو تمويل کېږي او د سياسي او عملي همکاريو په موخه به غوڅ ملاتړ ماموريت لا پسې وغځېږي.
نوموړي د ملي يووالي حکومت له مشرانو وغوښتل، چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او په ځانگړي ډول د ښځو حقوقو، اداري فساد سره په مبارزه او اصلاحاتو راوړو کې کار وکړي.