سلايډسيمه او نړۍ

اردوگان: سوريه له نخچې ويستل کېږي

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوگان وېره ښودلې، چې د سوريې حالت ښيي، چې دغه هېواد د شپږ کالو پرله‌پسې جگړو له امله له نخچې او تاريخ وويستل شي.

نوموړي وارسا کې د ناټو د غړو هېوادونو کېدونکې غونډې ته د سفر پر مهال استانبول کې په اتاتورک نړيوال هوايي ډگر کې د يوې خبري غونډې پر مهال څرگنده کړه، چې د سوريې په څېر د يوه تاريخ او جغرافيې لرونکي هېواد له له‌منځه وړو سترگې نه شي پټېدای، دې هېواد کې له شپږو کالونو راهيسې جگړه روانه ده او دې شپږو کالونو کې له شپږ سوو زرو ډېر وگړي وژل شوي دي.

هغه زياته کړه: «د سوريې وضعيت ښيي، چې دغه هېواد له نخچې او تاريخه وويستل شي او دا ناشونې ده، چې د داسې يو هېواد په له منځه تلو سترگې پټې شي، چې اوږد تاريخ لري».

هغه د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د کډوالو په اړه وويل، چې ناټو بايد په دې اړه ډېره مرسته وکړي او دا ځل د دې ستونزو په اواري غور وکړي.

نوموړي استانبول، عراق او سعودي کې وروستيو پېښو ته په اشاره وويل، چې دا ستونزه نړيوال ابعاد لري او ټول هېوادونه او سيمې يې تر اغېز لاندې راوستې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button