په بنګلادیش کې د داعش ډلې مشر کواښ کړی، چې ډېر زر به هندوستان کې خپل عملیات پیل کړي.
یوې پاکستانې ورځپاڼه لیکي، چې د داعش د ډلۍ مشر( شیخ ابو ابراهیم الحنیف) له یوې بنګلادیشې مجلې سر په خبرو کې ویلي، ډیر زر به هند کې خپل فعالیتونو شروع کړو.نوموړی وایي، د دې لپاره له هندوستان سره جهاد کوي، چې هندوستان په بنګلادیش او هند کې د مسلمانانو په وړاند مبارزه کوي.
شیخ ابو ابراهیم وایي، په بګلا دیش کې مو د ځانو لپاره مرکزونه جوړکړي لا تر اوسه ډیر غښتلي نه یو، ، موږ به پر هندوستان د حملو لپاره په نوو وسلو ځانونه سمبال کړو.
نوموړی وایي، پر هند د حملو لپاره بنګلادیش تر ټولو ښه سیمه ده، او له دغه ځایه د هندوستان ختیځې سیمې په ډیر اسانې تر هدف لاندې راتلی شي.
نومړی له ځایي مسلمانانو غواړي، چې د هند پر وړاندې جهاد کې له دوي سره برخه واخلي.
باید ووایو، دوه ورځې وړاندي داعش ډلۍ د بنګلادیش په مرکز ډاکه کې پر یو دیپلوماتیکه سیمه برید وکړ، او په دغه برید کې شل تنه مړه شول.