افغانستانخبرونه

كابل: د ملي اردو ۱۴۰۰ افسران فارغ شول

کابل کې د ملي اردو تعلیمي مرکز څخه ۱۴۰۰ افسران له نظامي زده کړو فارغ شول، چې ډېر ژر به د جګړې ميدان ته ولېږل شي.

د تعليمي مرکز رئيس ارکان، ډګروال محمد امين واحدي د فارغ شويو افسرانو د روزنې په اړه وويل، ۴ کاله يې په ملي نظامي اکاډمۍ کې، ۱ کال د افسرانو اکاډمۍ کې او ۶ مياشتې يې هم په نظامي تعليمي مرکز کې زده کړه ترلاسه کړې ده، چې ښه روزل شوي دي او په هر ډول حالاتو کې د جګړې توان لري.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د دغو افسرانو روزونکي بهرنيان وو، که افغانان، واحدي وويل: د ملي اردو تعليمي مرکز له ۲۰۰۹ز راهيسې د خپلو افغان روزونکو تر ادارې لاندې دی، سربازان، بريدملان او افسران ټول خپلو روزونکو روزلي دي، خو له هغو تجربو او مشورو ګټه اخستل شوې ده، چې له نورو هېوادونو يې زده کړي دي.

واحدي وايي، د اردو لیکو ته ځکه ځوانان مخه کوی چې په کليوالو سیمو کې خلک د وسله والو له زور زیاتي تنګ دي.

ډګروال محمد امین همدا راز وويل، اوسمهال د ملي اردو ټولې قول اردو ګانې د جنګ په حال کې دي، د هغه په وينا دښمن د هېواد په هیڅ برخه کې کومه لاسته راوړنه نه ده لرلې. دی د اردو برياوې د پام وړ ګڼي.

د تعلیمي مرکز مشر داسې مهال د وسله والو مخالفینو د ماتې خبره کوي، چې راتلونکی اوړی د پراخو جګړو فصل ګڼل شوی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button