خبرونهسيمه او نړۍ
سوريه: د روسيې په خونړي بمبار کې ۴۴تنه وژل شوي
نن روسي جنګي الوتکو د اریحا ښار پر یوې سوداګریزې سیمې بمباري وکړه چې له امله یې ۴۴تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. اریحا ښار اوسمهال د الفتح د ډلګۍ تر ولکې لاندې دی. د سوداګریزې سیمې تر څنګ د ښار په نورو برخو کې هم الوتکو بمباري وکړه. دغه خبر د سیمه ییز ټلویزیوني چینل اریحا الیوم هم تايید کړ.
په لندن کې د سوریې د بشري حقوقو څارونکې ادارې مشر، رامي عبدالرحمن بیا د وژل شوو شمېر تر دې زیات وښود. هغه وویل: «د اریحا په بمبارۍ کې د مړو شمېر ۶۰ کسانو ته رسېږي او تر څنګ یې ګڼ شمېر ټپیان دي.»
تر دې دمه د روسيې د دفاع وزارت د دې خبر پخلی نه دی کړی. اریحا ښار د مۍ په میاشت کې د الفتح د ډلې له لورې ونیول شو. روسي جنګي الوتکې د روان کال د سپتمبر په ۳۰مې د بشار په پلوۍ سوریه کې بمبار پیل کړ.