ملگرو ملتونو کې د پاکستان استازې د افغانستان د استازي هغه څرگندونې رد کړې دي، چې گوندې پاکستان د افغانستان کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له لوري خپره شوې تازه خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د افغانستان په اړه د امنيت شورا غونډه کې په ملگرو ملتونو کې د پاکستان استازې مليحه لودهي د افغانستان د استازي محمود صيقل خبرې رد کړې دي.
م م کې د افغانستان استازي محمود صيقل ويلي وو، چې پاکستان د افغانستان کورنيو چارو کې لا هم لاسوهنه کوي. نوموړي زیاته کړې وه، چې که پاکستان افغانستان کې خپله لاسوهنه ونه دروي او په څلور اړخيزو غونډو کې نيول شويو تصميمونو ته درناوی ونه کړي، دوی به ترې امنيت شورا ته رسمي شکايت وکړي.
خو م م کې د پاکستان استازې مليحه لودهي د ښاغلي صيقل د خبرو غبرگون کې څرگنده کړې ده، چې پاکستان افغانستان کې د سولې راوستو هڅې کوي. نوموړې زياته کړې ده، چې: «افغان حکومت دې د خپلې ناکامۍ پړه پر نورو نه اچوي».
پاکستان يو وار بيا ټينگار کړی، چې افغانستان کې يوازې د خبرو اترو له لارې سوله راتلای شي او بس، خو افغان حکومت ترې غوښتنه کوي، چې پر خپله خاوره د افغان طالبانو پر ضد عمليات ترسره کړي.