د راتلونکي کال له جنورۍ وروسته به نور باراک اوباما سپینه ماڼۍ د امریکا نوي ولسمشر ته پرېږدي او نوی امریکايي ولسمشر به د پخوانیو ولسمشرانو نه ورپاتې د جگړې میراث پر مخ وړي.
امریکايي شنونکی فل ستیورات له رسنیو سره ویلي چې افغاني جگړه به نوی امریکايي ولسمشر پر مخ وړي. د ستیورات د وینا له مخې افغان ملي پوځ د طالبانو د جگړې مقاومت نه لري او باید چې ناټو او امریکايي ځواکونه یې ملاتړ وکړي.
د ستیورات په وینا تېر کال افغان امنیتي ځواکونو شاوخوا ۲۷ سلنه تلفات لرل چې دا په خپل ځای کې یو لوړ مقدار جوړوي. د ستیورات له نظره که داسې تلفات دوام ومومي نو شاید افغان ملي ځواکونه ډېر ژر له مقاومت او جگړې څخه لاس په سر شي.
د ستیورات له نظره افغاني جگړه اوږده ده او پای ته رسول یې ډېرې مودې ته اړتیا لري.
ناټو هم تېره اوونۍ ژمنه وکړه چې د ۲۰۲۰م پورې به له افغان ځواکونو سره په کلنۍ ډول ۵ ملیارده ډالره مالي مرسته کوي او شته نظامیان به پرېږدي.