انځورټولنه

سږنۍ روژه په انځورونو کې

نن د روژې لسمه ده. تېرو لسو ورځو کې د اسلامي نړۍ په مختلفو برخو کې په مختلفو شکلونو روژه استقبال شوه او خوښي ښکاره شوه. هر سيمه ځانته دود لري چې تقريبا ټول له تېر اسلامي تاريخ سره ربط لري.

د روانې روژې دغه انځورونه «ده اتلانټېک» انټرنټي پاڼې د نړۍ له مختلفو برخو راټول کړي دي:

اندونيزيا

يوه فلسطينۍ ماشومه قران لولي.
بنګله دېش
مصر کې د اتشبازۍ له لارې د روژې استقبال
د اندونيزيا د پلازمېنې يوه جومات کې ښځه تلاوت کوي.
قاهره
مراکش
دغه سړی د لبنان په کوڅو کې د پخوا زمانې په څېر خلک پېشلمي ته پاڅوي.
اندونيزيا کې د قرآن د حفظ او تلاوت حلقې.
غزه کې د رمضان د لمانځلو قنديلونه او د ماشومانو د لوبو سامان خرڅېږي.
پېښور کې د روژه ماتي تياری نيول کېږي.
د پاکستان پلازمېنه کې دغه سړی د ګرمي د اغېزې د کمولو له پاره مخ لمدوي.
د کندهار په يوه فابريکه کې جلبي تيارېږي.
کعبه کې خلک د بيت الله شاوخوا راټول شوي.
د مصر پلازمېنه کې د حسين په نامه سړی خلک د پېشملي له پاره ويښوي.
په بيت المقدس کې يو فلسطينی د روژې د ښه راغلاست له پاره ښار رڼا کوي.
کشميريان د روژې په اوله وعظ اورېدو ته ناست دي.
غزه کې د روژې خوشالۍ.
افغان مهاجرين د يونان په آتن ښار کې د روژې په اوله لمونځ کوي.
قاهره کې د روژې لمانځنه.
يوه فلسطينۍ ماشومه په بيت المقدس کې دوعا کوي.
پېښور کې لومړی روژه ماتی.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button