د فراه د بالابلوک ولسوالۍ په فراهرود سيمه کې د ملي اردو د الوتکو په بمباريو کې پنځه دېرشو ولسي وگړو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. الوتکو سيمه کې پر يوه جنازه بمباري کړي، چې ټول وژل شوي او ټپيان ولسي وگړي دي.
د بالابلوک ولسوال سيد محمد د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي، چې د هرات د ۲۰۷ ظفر قول اردو الوتکو تېره ورځ فراهرود سيمه کې د ولسي وگړو پر يوه ډله بمبار کړی. نوموړي زياته کړې ده، چې د بمبار په ترڅ کې دوې مېرمنې وژل شوې دي او اووه نور ولسي وگړي ټپيان دي.
ولسوال وايي، ډېری ټپيان مېرمنې او کوچنيان دي، چې فراهرود کلينيک کې تر درملنې لاندې دي. د هغه په وينا د يوه سړي په گډون د ځينو ټپيانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.
خو د فراهرود د انشکافي شورا رييس حاجي ملوک وايي، د بمبار په ترڅ کې پنځه ولسي وگړي وژل شوي او له دېرشو ډېر ټپيان دي. «وژل شويو کې درې مېرمنې او دوه کوچنيان او ټپيان هم ډېری مېرمنې او کوچنيان دي».
حاجي ملوک څرگنده کړه چې: «سيمه کې يو تن مړ شوی و، يوه ډله خلکو هغه ښخ کړ، خلک کورونو ته ستانه شول او وروسته مېرمنې او کوچنيان چې د مړي خپلوان و، قبر ته ورغلل او شاوخوا يې راټول شول، دې وخت کې الوتکې راغلې او بمبار يې وکړ». نوموړی وايي، ټول وژل شوي او ټپيان ولسي وگړي دي او سيمه کې هيڅ کوم وسله وال نه و.
خو د يادې لوا مطبوعاتي مسوول عبد الرووف رحماني دغه بريد پر وسله والو طالبانو بللی او ولسي وگړو ته د مرگ ژوبلې خبره يې رد کړې ده. نوموړي ويلي، دوی ته راپور ورکړل شوی و، چې سيمه کې طالبانو راټول دي او پر امنيتي پوستو د بريد پلان لري. د هغه په وينا: «دې عملیاتو کې نهه طالبان وژل شوي او پنځه ويشت نور ټپيان دي».
خو د سيمې خلک دا خبره د امنيتي ځواکونو له لوري د خپل «جنايت» د پټولو هڅه بولي او وايي، ټول وژل شوي او ټپيان ولسي وگړي دي، چې ډېری يې مېرمنې او کوچنيان دي.