د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لومړی سکرټر، طارق فاطمي په وروستۍ مرکه کې مني چې له افغانستان سره یې د هېواد اړیکې خړې پړې دي. فاطمي وايي، افغانستان هم باید د دوی مجبوریتونه او محدودیتونه په پام کې ونیسي.
طارق فاطمي وايي، چې هېواد یې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر مهال له افغانانو سره درېدلی او د افغانستان د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره یې هڅې کړي دي.
فاطمي وړاندې وايي: «د نوي حکومت له راتلو سره موږ ښاغلی اشرف غني ته بلنه ورکړه او هڅه مو وکړه چې اړیکې ورسره ښې کړو. موږ دا درک کوو چې غني منتخب ولسمشر دی. دی ښه سړی دی».
طارق فاطمي زیاتوي، چې افغانستان سره ستونزې د تاریخ میراث دی، چې درې میاشتو کې نه شي اوارېدی.
دغه پاکستانی دیپلومات د افغان کډوالو په باب وايي: «په پاکستان کې کلونه کېږي چې افغان کډوال اوسېږي. په دوی کې وسله وال شته، ترهګر شته. دا ډېره ستونزمنه ده چې موږ یې په نښه کړای شو».
د «پولې» مدیریت
دغه پاکستانی سیاستوال د «پولې» پر مدیریت ټینګار کوي. فاطمي وايي، د «پولې» مدیریت کولی شي له افغانستان سره یې د هېواد اړیکې ښې کړي.
فاطمي وايي، که د افغانستان شکایت دا وي چې وسله وال له پاکستانه راځي، «زموږ شکایت دا دی چې وسله وال له افغانستان څخه راځي».
افغانستان ډیورنډ کرښه په رسمیت نه پېژني او د یوې نړیوالې منل شوې پولې په توګه یې نه مني.
طارق فاطمي زیاتوي: «نو ځکه ښه دا ده چې پوله مدیریت شي، بایومیټریک سیسټم پرې ولګول شي او د تالاشیو پوستې ټینګې شي».
د فاطمي په خبره، له افغانستان سره د ستونزې جرړه د «پولې» نه مدیریت دی.