د فاریاب ولایت امنیې قومندان سید آقا اندرابي رسنیو ته ویلي چې فاریاب ولایت کې د ولایتي شورا د غړي او د اربکیانو د قومندان تر منځ نښتې له امله څلور تنه مړه او څوارلس نور ټپیان شوي دي.
اندرابي زیاته کړه چې پېښه د فاریاب ولایت په بل چراغ ولسوالۍ کې شوې چې د ولایتي شورا غړی د پولیسو په نظارت کې دی او د اربکیانو قومندان له سیمې تښتېدلی دی.
اندرابي همدارنگه زیاته کړه چې د ولایتي شورا غړي ښاغلي سمیع غوښتل چې خپل د مړه شوي خپلوان د فاتحې مراسم په یوه دولتي باغ کې ترسره کړي چې د اربکیانو د قومندان عبدالغفور له مخالفت سره مخ شوی وو.
د فاتحې له مراسمو وروسته د ولایتي شورا د غړي او اربکیانو د قومندان د ملاتړ کوونکو تر منځ په ښار کې نښته شوې وه چې له امله یې د دواړو لورو تر منځ تر یوه ساعته پورې جگړه روانه وه.
ویل کېږي چې دغه دواړه کسان د دوستم د جنبش اسلامي غړي هم دي.