د کورنیو چارو وزارت په تاریخ کې د لومړي وار لپاره یو ړوند افسر د پولیسو په لیکو کې د قومندانۍ تر مقامه پورې رسېږې او دنده یې هم د افغانستان یو له نارامه سیمو څخه اروزگان کې دی.
د اروزگان ولایت چارواکي وايي چې قومندان شاه محمد شاوخوا ۱۴ کاله وړاندې پولیسو کې شامل شوی چې اتلس میاشتې مخکې د يوې چاودنې په ترڅ کې یې خپلې دواړه سترگې له لاسه ورکړې.
شاه محمد د دهراود د قومندانۍ له دندې مخکې د اروزگان ولایت په ترینکوت کې د مهراباد د سیمې د پولیسو مشر وو. شاه محمد چې د دهراود اصلي اوسېدونکی دی او د کورنیو چارو وزارت د راپور له مخې د دې سیمې د قومندان له ټاکل کېدو سره یې د سیمي امنیتي وضعیت کې ښه والی راوستی دی.
د اروزگان د والي ویاند دوست محمد نایاب له رسنیو سره وویل چې شاه محمد د پولیسو په لیکو کې د ډېرې تجربې لرونکی دی چې له مخې یې د کورنیو چارو وزارت د دهراود د پولیسو مشر وټاکه.
نایاب همدارنگه زیاته کړه چې شاه محمد د خپلې دندې په اړه لوړې زده کړې نه لري خو اوږده نظامي تجربه لري. نایاب همداراز زیاته کړه چې شاه محمد د سیمې د خلکو له لوري پیشنهاد شوی دی.
شاه محمد خپلې دواړه سترگې د طالبانو له لوري په یوه نصب شوي بمب کې له لاسه ورکړي دي.