افغانستانخبرونه

کندهارمېشتي د پولیسو له ناوړه چلنده سر ټکوي

پر ټولنيزو شبکو د کندهار اوسېدونکو په دې وروستيو څو ورځو کې يو ځل بيا د کندهار له چارواکو سر ټکولی، چې بې ګناه وژنې کوي، فساد کې ککړ دي او په يوه او بل تور خلک ځوروي.

څه موده وړاندې د کندهار د پوليسو او ملي امنيت د کار کوونکو له لوري د يوې پېغلې پر تښتونه او بيا وژنه تاوده بحثونه کېږي، چې په کې د کندهار ډېری اوسېدونکي پر ځايي چارواکو سختې نيوکې کوي او هغوی د بې ګناه وګړو په وژنه، بد اخلاقيو، د خلکو په بې پته کولو، غلاوو او د خلکو په لوټلو تورنوي.

د کندهار اوسېدونکي د تېر په څېر په ځانګړي ډول ځايي قوماندان جنرال رازق يادوي، چې پخوا هم ډېر ځله خلکو ترې سر ټکولی، خو د هغوی په وينا «حکومت او بل هيڅوک يې په دې اړه خبرو ته غوږ نه کاږي او قوماندان رازق لا هم خپله زورواکي چلوي».

د شاعرې او ليکوالې «مينې انتظار» خور ليلا څه موده وړاندې لومړی وتښتول شوه او وروسته يې مړی وموندل شو، چې په شکنجو وژل شوې وه. د هغې له وژلو وروسته د پېښې عاملينو پر هغې د بدلمنۍ تور پورې کړ، چې خلکو پرې سختې نيوکې وکړې. د ليلا خور مينې انتظار بيا بيا د خپلې خور د وژونکو د معلومولو او قانون ته د کش کولو غږ پورته کړ، خو په وينا يې څوک يې غږ ته ځواب نه وايي. نوموړې پر خپله فېسبوک پاڼه ليکي: «خور مې د يوولسم ټولګي زده کوونکې وه. سهار د ښوونځي پر لور رهي سوه او بيا کور ته راستنه نه سوه. وروسته يې د ډنډ ولسوالۍ ابراهيم خليفه بابا سيمه کې جسد وموندل شو». هغه ادعا کوي، چې د خور وژونکي يې پېژندل شوي او قضيه يې رسمي ده، خو دا چې څوک به انصاف راکړي که نه، وروسته خبره ده. آغلې مينې څه موده وروسته څرګنده کړه، چې د خور وژونکو کې يې يو تن د ملي امنيت کار کوونکی دی او لا هم «خلاصې تڼۍ ګرځي»، او زما د غږ خپ کولو لپاره شايد دا ځل د «طالبۍ» تور راپورې شي.

نوموړې يو بل ځای ليکي: «خلک له ما د اصلي کيسې پوښتنه کوي، چې ولې دا هر څه له ما سره کېږي. دا هر څه يوازې ما سره نه کېږي، دلته په زرګونو خلک قرباني سوي دي، خو يا ږغ نه کوي او يا يې څوک ږغ نه اوري، تاسو خبر نه ياست، چې کندهار کې هره ورځ جسدونه ميندل کېږي؟ ايا خبر نه ياست چې ولسواليو کې پوليس له خلکو باج اخلي او که څوک يې نه ورکوي، د طالب په تور يې شکنجه کوي او وژني يې». د کندهار خلکو د مينې انتظار د خبرو په تاييد له چارواکو سر ټکولی او ويلي يې دي، چې ژوند هلته ورځ له بلې ترخېږي.

د حزب الله کاکړ په نامه د کندهار يو اوسېدونکی ليکي: «د کندهار ټول ولس ګروګان او اختطاف سوی دی، که چېرې د خپل حق غوښتنه وکړي، ژوندی ورکېږي او جسد يې څه وخت وروسته پيدا کېږي». نوموړی زياتوي، چې دا يو حقيقت دی، چې کندهار کې نه د چا ژوند او نه عزت په امن کې دی.

د علي احمد په نوم يو بل تن چې ورور يې د پوليسو له لوري تری تم شوی، وايي: «زما د ورور درې کاله پوره سول، تر اوسه يې سرنوشت نه دی معلوم، د بې وزلو ږغ څوک نه اوري». هغه زياتوي: «په دې وطن کې سړی خپل حق نه سي اخيستلای، که دې د خپل حق غوښتنه وکړه، اخطار درکوي، يا دې وژني». د نوموړي په وينا کندهار کې نه قضا سته او نه څارنوالۍ، «زما درې کاله پوره سول، نه مې څارنوالۍ ږغ واورېد او نه قضا». خلک وايي، د څارنوالۍ او قضا کار کوونکي هم ټول د پوليسو تر ولکې لاندې دي.

پر دې او نورو موضوعګانو د کندهار ګڼو اوسېدونکو تبصرې کړي او ډېری هغو يې د جنرال رازق او د هغه د پلويانو له لوري پر خلکو له برناحقه ظلم او زوره سر ټکولی.
هغوی وايي، نږدې هره ورځ ګڼ جسدونه موندل کېږي، چې ډېر هغه يې د جنرال رازق د پوليسو او ملي امنيت له لورې وژل کېږي. «وژل شوي کسان اکثر داسې وي، چې له پوليسو يا خپله کوم مشر سره يې څه شخړه رامنځته شي، وروسته يا د طالب يا په کوم بل نامه ونيول شي او بيا يې جسد وموندل شي.

احسان الله سرتاج ليکي: «دلته انصاف نه سته، که دې هر چا ته زړه ډک دی، ويې نيسه».

عبد الحليم همدرد وايي: «رښتيا هم کندهار اوس هغه د پخوا کندهار نه دی، اوس شهر نا پرسان دی».

خلک وايي، قوماندان رازق او نور زورواکي چې دولتي ملاتړ لري، د ښاريانو په هره معامله کې لاسوهنه کوي او خپل زور چلوي. هغوی زیاتوي، چې جنرال رازق د خپلې بقا لپاره له هر ډول لارو چارو کار اخلي.

د کندهار والي هم څه موده وړاندې څرګنده کړې وه، چې پوليس د دې پر ځای چې د خلکو امنيت ټينګ کړي او نظم رامنځته کړي، په حقوقي مسايلو، ساختماني چارو او نورو موضوعاتو کې لاسوهنه کوي، چې د زغملو نه دي. ښاغلي همايون عزيزي کندهار ته د کورنيو چارو د وزير ډګر جنرال تاج محمد جاهد د سفر پر مهال په خپلو خبرو کې زياته کړې وه، چې د پوليسو حوزو کې حقوقي موضوعات څېړل کېږي او خلک په مياشتو مياشتو هلته بنديان وي. «کله چې د امنيت له امره د دې پوښتنه وشي، وايي، چې د امنيه قوماندان په امر دا کارونه کوي». د هغه په وينا پوليس ان د ودانيو په جوړولو او نه جوړلو کې لاسوهنه کوي، له صرافانو پيسې اخلي او هغه کارونه کوي، چې هيڅ اړه ورپورې نه لري.

د کندهار ښاريان ادعا کوي، چې نږدې ټول ځايي خبريالان هم د پيسو په بدل کې د قوماندان رازق او د کرزي کورنۍ د غړو پر فساد او وژنو پرده اچوي او له مجرمينو اتلان جوړوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button