د هرات ولایت چارواکي وايي چې د دې ولایت او د تورغنډۍ د بندر تر منځ د ریل د کرښې جوړولو لپاره څېړنې او اروزونې له نن (پنجشنبې) څخه رسما پیل شوې.
د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ویل کېږي چې په دې څېړنې باندې به شپږسوه زره امریکايي ډالر لگښت راشي.
د هرات او تورغنډۍ تر منځ د ریل کرښه به کشک کهنه، کشک رباط سنگي، گلران، انجیل او گذره ولسوالیو تېرېږي او د هرات ولایت له صنعتي پارکونو او هوايي ډگر سره وصل شي.
د هرات ولایت ویاند جیلاني فرهاد رسنیو ته په دې اړه وویل چې د دې کرښې ټول اوږدوالی به ۱۲۴ کیلومتره وي او په پای کې به د هرات خواف له ریل کرښې سره وصل شي چې له مخې یې هرات ولایت له مرکزي اسیا سره نښلي.
تمه کېږي چې د هرات تورغنډۍ کرښه به په راتلونکي کې افغانستان له نړیوالو بازارونو سره ونښلوي او افغانستان په کې خپل جیوسترتیژیک اهمیت تر لاسه کړي.
افغانستان په دې وروستیو کې کوښښ کوي چې خپل موصلاتي لارې ورغوي او وکولای شي چې له دې لارې امنیت او اقتصادي پرمختگ تر لاسه کړي.