روغتيا

روژه کې څنګه له تندې ځان وساتو؟

اوږده روژه او ورسره ګرمي څه نا څه ستونزمن وي. هغه کسان چې په اوږده روژه او ګرمۍ کې کار هم کوي، حتمي ده چې له تندې سره به مخ کېږي.

لاندې مو ځينې داسې لارښوونې برابرې کړې دي چې له تندې مو په مخنيوي کې مرسته کوي. د دې پر ځای چې له دغې ستونزې کړېږو، ښه دا ده چې هغه لارښوونې پلې کړو چې روژه کې مو له تندې ساتي.

 

له تندې په ځان ساتلو کې مو څه مرسته کولای شي؟

  • اوبه

اوبه تر ټولو مشروباتو ښې وي او بديل نه لري. متخصصين وايي چې بايد هر انسان په يوه ورځ کې يونيم ليتره اوبه وڅښي. خو کله چې له اوبو سره د ليمو په څېر مواد ګډ شي، دا بیا د تندې بيخي مخه نيسي.

  • عموما مشروبات

هغه مشروبات چې طبيعي وي، لکه د ميوو طبيعي جوسونه، دا هم د تندې په مخنيوي کې مهم تاثير لري. مګر هغه جوسونه چې رنګ يې بدل وي او کيمياوي مواد په کې استعمال شوي وي، بايد تر ځانونه وساتو، ځکه دا منفي تاثير لري.

  • سبزي او تازه مېوه

د شپې او پېشمني پر مهال د سبزي او تازې مېوې خوړل ډېر ښه وي. مېوه او سبزي ډېرې اوبه لري او په معده کې ډېر وخت پاتې کېږي او په دغه شکل د لوږې او تندې احساس کموي.

بادرنګ يو له مهمو سبزيو څخه دی چې د تندې احساس ختموي، دا ځکه چې بدن يخوي او معده پاکوي.

  • د پېشلمي ځنډول

د پېشلمي ځنډول سنت دي. نو بايد په آخري شېبه کې وشي او خفيف خواړه په کې وخوړل شي. دا ډېر مهم تاثير لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button