د کندز ولایت چارواکي وايي چې نن یو وار بیا ناڅرگندو وسلهوالو د کندز تخار پر لویه لار ۵۰ تنه مسافر برمته کړي دي. د ۸۰۸ قول اردو ویاند محفوظ الله محفوظ وايي چې سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي دي تر څو د پېښې په اړه پلټنه وکړي.
محفوظ د تښتول شوو مسافر د شمېر په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي خو د پېښې شاهدان وايي چې وسله والو څه د پاسه پنځوس تنه له ځان سره یوړل.
له تېرې یوې میاشتې راهیسې د افغانستان په شمال ولایتونو کې څو وارې مسافر له لویو لارو څخه برمته شوي دي. تېره اوونۍ ناڅرگندو وسله والو په سرپل ولایت کې ۱۷ تنه مسافر او تر هغې مخکې ۱۹۰ په کندز کې برمته شوي وو چې څه یې وژل شوي او څه نور یې ازاد شوي دي.