د نيمروز چارواکو خبر ورکړی، چې وسله والو طالبانو خاشرود ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوه ستر مرکز بريد کړی او لسگونه پوليس يې کلابند کړي دی. چارواکي وایي، د دواړو لوريو تر منځ نښتې هم شوې دي، چې له امله يې مرگ ژوبله پېښه شوې ده.
د نيمروز امنيه قوماندان غلام جيلاني ابوبکر رسنيو ته وويل: «شاو خوا زر تنو طالبانو تېره شپه د خاشرود په رضی بلوچي سيمه کې پر يوه امنيتي مرکز بريد کړی، چې تر دې دمه په کې يو پوليس او دوه طالبان وژل شوي دي». نوموړی وايي، د کلابندو پوليسو مرستې ته يې نور ځواکونه استولي دي.
خو د نيمروز نور امنيتي چارواکي وايي، مرستندويه ځواکونه تر دې دمه نه دي توانېدلي کلابندو پوليسو ته ځان ورسوي او طالبان يې مخه نيسي. يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط رسنيو ته وويل، چې نښتو کې تر دې دمه د امنيتي ځواکونو درې ټانکونه سوزېدلي دي. هغه زياتوي، که ژر تر ژره د کلابندو پوليسو مرسته ونه شي، درنه مرگ ژوبله به ور پېښه شي.
وسله والو طالبانو د پېښې د پخلي تر څنگ پنځوسو امنيتي ځواکونو ته د مرگ ژوبلې او گڼو وسايطو د سوځولو ادعا کړې، خو چارواکو يې په رد کې څه نه دي ويلي.