پکتیا : د پاور لفتنگ فدراسیون سیالۍ ترسره شوې
غونډه د قاري صيب حيدر لخوا د قران عظيم شان په څو مبارکو اياتونو سره پېل شوه. ورپسې د بدني روزنې عمومي آمريت آمر ګل کريم سحر خبرې وکړې، او مېلمنو ته يې ښه راغلاست وويل.
پدې غونډه کې د پکتيا ولايت ولايتي شورا استازی ممتاز کرخېل، مدني فعال جمعه ګل احمدزي، د پوهنتون استادانو، او د پکتيا ولايت د قطعه خاصو پوليسو قوماندان آمان الله زرمتي ګډون کړی وو، او دوی هر يوه په خپل وار سره خبر وکړې،
او د قطعه خاصو پوليسو قوماندان زرمتي صيب په خپلو خبرو کې له بدني روزنې عمومي آمريت او ورزشکارانو څخه مننه وکړه او وې ويل چې تر څومو په بدن کې يو څاڅکۍ وينه پاتې هم وي مونږ به له خپل هېواد او هېوادوالو څخه کلکه دفاع کوو.
سيالۍ د پاور لفتينګ فدراسيون مشر استاد دينار منګل په استازيتوب شروع شوې. او سياليو د امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ تر نامه لاندې دوام ومند.
او د سياليو موخه د بدني روزنې عمومي آمريت ته د ۱۰ تنو قهرمانانو معرفي او د پکتيا ولايت په استازيتوب منتخبه لوبدله جوړول وو.
وروسته د بدني روزنې عمومي آمريت لخوا کوم مډالونه، د قهرمانۍ حکمونه او ستاينليکونه برابر شوي وو، په قهرمانې لوبډلې او مېلمنو باندې ووېشل شول.
او هېره دې نه وي چې دا سيالۍ د امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ تر نامه لاندې جوړې شوې چې نن يې ۶ شپږم فدراسيون د پاورلفتينګ سيالۍ ترسره شوې.
راپور: رسول اشنا، پکتيا ولايت ګرديز، افغانستان