ټولنهسلايډ

دوندی خان / صفیه حلیم

دا انځور په يو ټوکر جوړ شوې دی او د هند په مراد اباد کې يو کس حيات النبي سره خوندي دی. هغه دعوا کوي چې دا د روهيله پښتنو نامتو پوځي سالار او نواب دوندې خان څېره ده.
دوندې خان د حافظ رحمت خان د تره زوی، په خټه برېڅ او د پښتونخوا د صوابۍ نه روهيلکهنډ ته ورغلې و. تر اوسه چې د روهيلکهنډ څومره تاريخونه ليکل شوي دي په هغې کې د دوندې خان ميړانه يادېږي. خو هيچا ته د ده اصل نوم نه دی څرګند. د دې انځور له کبله په لومړي ځل مونږ د دوندې خان خپل نوم، عبد الله خان نه خبرېږو. دوندې خان يو هندي لقب و چې د هغه د اصل نوم نه زيات مشهور شو.
د عبد الله خان د پلار نوم حسن خان، نيکه محمود خان او غور نيکه شهاب الدين بړيڅ و. دی په ۱۱۱۷ ه (۱۷۰۵ م) کې زيږېدلې و او ۳ محرم ۱۱۸۴ ه کې د ۶۷ کالو په عمر کې په بسولي کې وفات او هم هلته خښ شو. د دوندې خان درې زامن محب الله، فتح الل او عظيم الله خان نوميدل. که څه هم دوندې خان يو تعليم يافته سړی او د هغه وخت په سياست کې يې د حافظ رحمت خان نه زيات معقول رول ولوبوو، د ده زامنو د خپل پلار تاريخ او ميراث ساتلو کې پاتې راغلل.
په اتلسمې ميلادي پېړۍ کې د هند نوابانو لکه د مغل واکمنو ژوند کاو. خو د دوندې خان دا انځور چې په ۱۷۷۰ م شا و خوا جوړ شو هغسې شان او شوکت نه ښايي. دا انځور د وخت په تيرېدو خراب شوې دی خو بيا هم د دوندې خان څېړه پکې پيژندل کېږي.
عبد الله خان (دوندې خان) د مراد اباد والې پاتې شوې و او د هغه د نمسو او کړوسو اولادونه اوس هم هلته ميشت دی. بسي يا بسولي د دوندې خان جاګير و او د ده مقبره هلته ده.
سرچينې

۱.سفر نامه بن ګړهه(معه فارسی متن) ۱۷۴۵ م – راې راېان آنند رام مخلص- ترجمه و تحقيق سعود الحسن خان- ۲۰۰۴ م فکشن هاوس خپرونکي، لاهور.
۲.اصل انځورسکېن کاپي – په لاهور کې د ډاکټر سعود الحسن نه په مننه.

د صفیه حلیم له بلاگ څخه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button