خبرونهسلايډ

د غزني په استیناف او څارنوالۍ ځانمرگي برېدونه شوي

راپورونه خبر ورکوي چې درې ځانمرگو برید کوونکو شاوخوا لس بجې د غزني ولایت پر استیناف محکمې او څارنوالۍ برېدونه کړي. له برید کوونکو څخه دوه تنه محکمې ته ننوتي دي.

د غزني د امنیې قومندان امین الله امرخیل رسنیو ته ویلي چې له درې واړو ځانمرگو برېد کوونکو سره جگړه روانه ده. د امرخیل په وینا تر دې دمه یو پولیس وژل شوی دی.

د غزني والي ویاند  جاوید سالنگي رسنیو ته ویلي چې شاوخوا لس بجې تونس ډوله موټر د غزني پر استیناف محکمې برید وکړ. سالنگی زیاتوي چې د محکمې د ودانۍ مخې ته دوه مړي پراته دي چې تر دې دمه یې هویت نه دی معلوم شوی.

د غزني د ښار ټولې برخې تړل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د برید پړه په غاړه اخیستې او ویلي دي چې دوی د برید هدف د غزني ولایت د استیناف اداره وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button