نن په کابل کې د بښنې نړیوال سازامان اعلان کړه چې په افغانستان کې د جگړو له امله شاوخوا ۱.۲ میلیونه افغانان له خپلو اصلي ځایونو بېځایه شوي دي.
د سازمان چارواکي وايي چې د افغانستان دننه بېځایه شوو خلکو نسبت تر نورو تېر کلو ډېر شوی دی. د دې سازامان د نوي راپور له مخې له ۲۰۱۳م کال نسبت سږکال د کور دننه بېځایه شوو خلکو شمېر شاوخوا درې وارې ډېر شوی دی. په ۲۰۱۳م کال کې د افغانستان دننه بېځایه شوو خلکو شمېر شاوخوا ۵۰۰ زره کسانو ته رسېده.
د بښنې د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې مشر چمپا پاتیل په ننۍ خبري ناستې کې وویل چې داسې ښکاري نړیوالې ټولنې افغانستان ته خپله توجه نسبت پخوا ته لږه کړې. پاتیل زیاته کړه چې دبېځایه شوو خلکو یوازینۍ هیله دا ده چې ژوندي پاتې شي نور څه نه غواړي.
د دې راپور له مخې دننه بېځایه شوي خلک ځای، پاکو ابو، ډوډۍ، روغتیايي خدمات، تعلیم او کاري فرصتونو ته لاسرسی نه لري.
د کډوالو د چارو وزارت د نړیوال سازمان د دې راپور له ځینو برخو سره موافق نه دي او تر څنګ یې وايي چې دوی د دې ستونزي د حل لپاره کافي بودیجه نه لري.