ټولنهسلايډ

د اس قرباني / صفیه حلیم

د اريایي عقيدې له مخې پر زمکه يو لوی طوفان راغلو او د شاربلو سمندرونو له تل نه يو سپين اسوا (اس) راوتلو چې دوه وزرې يې لرلې. د ديوانو باچا “اندرا” دا اس جنت ته يوړو، وزرې يې ترې پرېکړې چې پر زمکه پاتې شي او دا يې انسانانو ته ډالۍ کړه.
په سانسکرت کې اسوا، په اويستا کې اسپ او په لاطيني کې ايکويس، هغه سپېڅلې ځناور دی چې انسان د خپلو خدايانو د خوشالولو او د نيکمرغۍ لپاره قرباني کوو. د نړۍ په بېلا بېلو ملکونو کې د اسونو هدېرې موندل شوي دي چې تر ټولو لويه يې په چين کې ده. هم دغسې د مرکزي ايشيا په ځينو لرغونو ښارونو کې د اس د هډونو سره هغه ګاډۍ (تانګه) هم خښېده چې د قربانۍ دود و. هيروډوټس د ساکایي باچاهانو له خوا د اس د قربانۍ او د هغوی د خښولو ذکر کوي.
په هند کې “اسوا ميدا” يا د اس قرباني د سمبول په توګه اوس هم شته . هلته داسې افسانه ده چې د يو باچا له خوا د اس سره جنسي فعل نه وروسته د هغه غبرګولي بچیان وزېږېدل. په بل داستان کې وايي چې يو اتل د اس سره د غبرګولي په توګه وزېږېدو. هم دغسې کيسه د يوناني اتل په اړه هم وايي چې د اسپې شيدې يې رودلې.د سربيا داستان کې يو اس انساني خويونه لري.
د هند “اشوا ميدا” قرباني د يو جنګي قام د اتل سره تړاو لري چې په سپرلي کې کېده. د قربانۍ اس به د سپين يا خړ رنګ و چې د ګاډي په ښې لاس به يې ښه منډه وهله. دا اس به يې په اوبو ولمبوو، ورسره به يې يوه پسه ( چې ښکر يې نه لرل) او نر اوزه هم حلالوله. قرباني شوې اس به يې ټوټې کړو او دا به يې بېلا بېلو اسطورو ته نذر کړه.
په روم کې هم دغسې قرباني د اکتوبر په ۱۵ نيټه مريخ (د جنګ اسطورې) په وياړ تر سره کېده. د دوو ګاډو د ځغاستې مقابله به کېده او د کوم ګاډي د ښې اړخ اس چې به تکړه و، هغه به يې د قربانۍ لپاره غوره کړو. د قرباني شوې اس لکۍ به يې باچا ته ورکړه او د دې د سر لپاره به دوو ډلو سيالي کوله چې د تبرک په توګه به يې ټول کال ساتله. په یولسمې ميلادي پېړۍ کې د سويډن خلکو هم داسې نمانځنې کولې چې اس به يې قرباني کړو او د دې وينې به يې يو سپېڅلي ونې وشيندلې. د اس سر، لکۍ او تناسلي اله به يې جادویي ټوټکو کې کارول.
په هند کې د اوسپنې د دورې نه راڅپړل شوي قبرونو کې د سوونو په شمېر د اسونو هډونه موندل شوي دي. د دې قربانۍ هدف د سوريه ( نمر) داخل سره ځان رسول وو. وروسته په هندودين کې د اصلاحات راوستل شول او د اس قرباني بنده شوه. د دې په ځای د اس يو مجسمه به يې اسطورو وړاندې ودروله. په چترکوټ مدهيه پرديش کې اوس هم د اپريل ۱۶ نه تر ۲۰ کې د اس نمانځنې کېږي او ټولو څاروو د روغتيا لپاره دعا کوي.

د ويبپاڼو نه

د صفیه حلیم له بلاگ څخه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button