خبرونهسلايډ

د دارالامان ماڼۍ بیارغول کېږي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې د دارالامان ماڼۍ د بیاروغولو لپاره بانکي حساب پرانستل شو تر څو د هېواد دننه او بهر مېشت افغان سوداگر د ودانۍ په جوړولو کې مرسته وکړي چې په پای کې څه مرستې وشوې او د ودانۍ لارې او نور چمنونه ورغول شول.

نن د ملي یووالي حکومت مشرانو هر یو ولسمشر اشرف غني او اجراییه ریيس عبدالله عبدالله د دارالامان د ماڼۍ د بیا رغولو غونډې کې وویل چې ماڼۍ به د افغانستان په خپل داخلي امکاناتو سره ورغول شي او له رغولو وروسته به ستره محکمه دې ماڼۍ کې ځای پر ځای شي.

د غونډې ټولو گډونوالو د ماڼۍ د بیا رغولو د پرېکړې هر کلی وکړ او هیله یې ښکاره کړه چې دا تاریخي ماڼۍ باید یو وار بیا خپل پخواني عظمت ته ورسېږي.

د دارالامان ماڼۍ د لومړي ځل لپاره د روسي پوځیانو له لوري بمباري شوه او حفیظ الله امین یې په کې وواژه تر هغې وروسته دا ماڼۍ د کورنۍ جگړې له امله نوره هم ویجاړه شوه.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button