افغانستانخبرونهسلايډسيمه او نړۍ

د حکمتيار صيب د وفات په اړه!

 

ډاکټر شارق: ساپی

د کابل د کمپایني ميډيا واګې هم د ملي امنيت په څير د نيواکګرو اود هغوي د مخلصو ګوډاګيانو په واک کې دي. چې د هر پښتون مشر پرليدو يې سترګې سوځي.

د کابل پردۍ پاله ميډيا هم  يوه له هغو پروژو نه ده؛ چې نه ملي بڼه لري اونه ديني ارزښتونه مني. بلکي کومو هيوادونو چې نظاميان راليږلي. د هم هغو هيوادونو د مالي مرستو په  بدل کې فعاليت کوي او د هغوي لخوا ډيزاين کيږي.

له کومې ورځې چې د حکمتيار په مشري د حزب اسلامي ګوند له دولت سره د سولې مذاکرات پیل کړي. د يوشمېر پخوانيو زړو جګړه مارو ډلو له خوا د حکمتيار پرضد ناري سورې پیل شوې. څوک يې جنایت کار ګڼي، څوک يې قاتل نوموي اوڅوک يې د محاکمي غوښتنه کوي.

هغه څوک چې د ژونديو انسانانو په سرونوکې يې میخونه وهل. اوس په مدني فعالانوکې بیرغ جګوي اوځانونه معصوم ګڼي. د زرګونو افغانانو مباشر قاتل اود لکونو نامستقيم قاتل دوستم  د رياست جمهوري مرستيال دی.دوي يوه هم نه له ملته بښنه وغوښته اونه يې چا د محاکمې غوښتنه وکړه!

د کندهار ښار د وحشتونو عامل رازق خان ته نه دولت اونه نړيوالو مخ ور واړاوه، چې هره ورځ په کندهارکې له وحشته ډک اعمال ترسره کوي!

او د بلخ امپراتور خو له سره ارګ نه مني . مستقيما له پنټاګان نه پخه خوري.

اخير ولي د افغانستان  د څو لسیزو جنايات ټول حکمتيار ته  منسوبيږي؟

نور ټول سپین مرغان شول.هرڅه يوازي حکمتيارکړي؟

تيره ورځ يوه زوړ کمونيست او تراشل شوي کارپوه احمد سعيدي چې کمپايني رسنيو کاذب شخصيت اوشهرت ورکړی. د فارس نيوزايراني  اژانس ته د حکمتيار د سختې ناروغۍ او وفات خبره کړې. دغه ډول اوازې خپرول د هغوي هغه وارخطايي او ويره  په ډاګه کوي چې د يوه پښتون مشر پر راڅرګنديدويې لري .

http://af.farsnews.com/politics/news/13940718001052

 

 

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button