شنونکي په دې اند دي، چې کندز تېر کال په لوی لاس د طالبانو لاس ته وغورځول شو، داسې چې د امريکا په گډون ځينو هيوادونو غوښتل، دغه ولايت داعش ته وسپاري او له همدې لارې منځنۍ اسيا ته د داعش جنگيالو د لېږد پروسه پيل کړي.
سوريه، عراق او افغانستان کې گڼو مهمو پېښو ته په کتو پر امريکا له مخه دا شکونه وو، چې د داعش ملاتړ کوي او غواړي په دې توگه منځني ختيځ کې جگړه توده وساتي، څو له دې لارې خپلو موخو ته ورسېږي.
افغانستان کې هم گڼو لوړ پوړو چارواکو او بهرنيو سياستوالو نيوکه کړې وه، چې بهرنيان او دولت د داعش ملاتړ کوي. د ولسي جرگې غړو په دې اړه ډېره موده ناندرۍ ووهلې، همدا راز په داعش مېشتو سيمو کې ډېر داسې شواهد وليدل شول، چې دغه ادعا يې ثابتوله.
تازه دا خبره کېږي، چې تېر کال د وسله والو طالبانو لاس ته د کندز له لوېدو وړاندې پلان داسې و، چې دغه ولايت د داعش ډلې خراسان څانگې ته وسپارل شي او د دې ډلې پر مرکز بدل شي، چې وروسته به له وزيرستان او نورو سيمو ورته جنگیالي راولېږدول شي.
د سياسي چارو شنونکي وايي، داعش ته د کندز د سپارلو له زمينه سازۍ وسله والو طالبانو گټه واخيسته او دا ولايت يې تر کنټرول لاندې راووست. د سياسي چارو کارپوه غرزی خواخوږی وایي: «کله چې کندز وسله والو طالبانو ونيو، د بهرنيانو دغه پروژه ناکامه شوه». نوموړی زياتوي، امريکا د دې کار د غچ اخيستو لپاره کندز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون خونړی بريد وکړ او په وروستيو کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدل هم له همدې امله دي.
ښاغلی غرزی وايي، د امريکا له لوري لا هم دا هڅې روانې دي، چې کندز داعش ډلې ته وسپارل شي او له دې لارې منځنۍ اسيا ته د جنگيالو د لېږد پروژه پلې شي. د نظر خاوندان فکر کوي، چې سره له دې چې داعش ډله افغانستان کې تر ډېره وځپل شوه، خو ډېری امريکايي چارواکي يې لا هم خلکو ته د ستر گواښ په توگه ورپېژني او شتون ته يې هوا ورکوي.
د افغانستان د ولسي جرگې غړی عبد الرحمن رحماني هم وايي، چې داعش ته يوازې کندز نه، بلکې د افغانستان د شمالي ولايتونو ډېرې سيمې په پام کې نيول شوې وې، څو له دې ځايه د مرکز په توگه گټه واخلي او منځنۍ اسيا ته جگړه وليږدوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان حکومت او امريکا بيا ادعا کوي، چې داعش ته يې تېر يوه کال کې سخته ماتې ورکړې ده. داعش ډله اوسمهال د افغانستان ختيځ ولايت ننگرهار کې فعاليت کوي، خو تر ډېره د طالبانو په لاس ځپل شوې ده. د سيمې خلک او طالبانو ته نږدې سرچينې وايي، چې ډېری هغه کسان هم بېرته طالبانو ته تسليم شوي، چې په پيل کې داعش ډلې سره يو ځای شوي وو.