خبرونهسلايډ

رورابکر: حکمتیار باید ونه بښل شي، دوستم ګواښ نه دی

د متحدو ایالتونو د کانګرس افراطي غړی، دانا رورابکر امریکا غږ سره په یوې مرکې کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې پر روانو خبرو اترو کلکه نیوکه کړې ده.

رورابکر چې په جګړه غوښتنې مشهور دی، حکمتیار «د نړۍ پرمخ تر ټولو شریر انسان» بولي. خو د کانګریس دغه غړی بیا په ورته وخت کې د ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال جنرال دوستم ستايي او هغه ګواښ نه بولي.

د امریکا حکومت د دوستم د جنګي جنایتونو له امله ورته د امریکا د ورتګ ویزه نه ورکوي.

رورابکر وايي، د نړۍ پر مخ ډېر جنګسالاران او جنایتکاران لرو، دوستم ګواښ نه دی.

دغه امریکایی وکیل وايي، که ځینې وايي چې دوستم ظالم او جنایتکار دی، دا په دې معنا نه ده چې موږ دې ورسره سر و کار ونه لرو، دوستم داسې کس دی چې سخت دریځي اسلامپال يې ځپلی او د دوی مخه نیولی شي.

دی د ښاغلي حکمتیار له حزب اسلامي سره د خبرو سخت مخالف دی او زیاتوي: « حکمتیار سره د سولې د خبرو مخالف یم. که ګلبدین حکمتیار سره د سولې خبرې کامیابې شي، د حکومت برخه شي، په حکومت کې دننه به خپل مخالفین ووژني»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button