افغانستانسلايډ

پاکستان د ملي امنيت د شپږو مامورينو د نيولو ادعا کړې

پاکستاني چارواکو ادعا کړې، چې بلوچستان کې يې د افغانستان د ملي امنيت شپږ کار کوونکي نيولي دي. پاکستانۍ وېبپاڼې (ډان نيوز) د بلوچستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بگټي له خولې ليکلي، چې د افغانستان د استخباراتي ادارې کار کوونکو پاکستان کې بې گناه خلک وژل.

سرچينې زياته کړې ده، چې ښاغلي بگټي د خبرو پر مهال يوه وېډيو هم ښودلې ده، چې په کې نيول شويو کسانو د گڼو چاودنو پړه پر غاړه اخيستې ده.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزير گواښ کړی، چې د افغانستان د استخباراتو د دغه ډول کړنو له امله به افغان کډوال له هيواده وباسي. نوموړي تور پورې کړی، چې د افغانستان د ملي امنيت اداره د هندوستان له «را» سره په گډه پاکستان کې ناامني رامنځته کوي.

د «ډان نيوز» په وينا ښودل شوې وېډيو کې نيول شويو کسانو ويلي، چې دوی د افغانستان د ملي امنيت له لوړپوړو چارواکو سره ليده کاته کړي. کندهار کې يې جنرال مالک او نور چارواکي ليدلي او د «تخريبي کارونو» په بدل کې د افغانستان استخباراتو پيسې ورکولې.

راپور وايي، نيول شويو افغان جاسوسانو اقرار کړی، چې بلوچستان کې د عامه امنيت د خرابولو دنده ورسپارل شوې وه: «پاکستان کې په وژنو پيسې راکول کېدې. د يوې بم چاودنې بدل کې اتيا زره او د هدفي وژنو بدل کې دوه سوه زره روپۍ راکول کېدې». دغو کسانو اقرار کړی، چې تر دې دمه يې بلوچستان کې څلوېښت تنه وژلي او گڼې چاودنې يې کړې دي.

ډان ورځپاڼې د نيول شويو کسانو نومونه محبوب خان ولد داد خان کوچی، عصمت الله ولد محمد گل، عبد الله شاه ولد محمد صديق، احمد الله ولد عبد الحليم، نور احمد ولد عبد الستار ښودلي او له ټولو سره يې د هغوی په اړه لنډ معلومات خپاره کړي دي.

د افغانستان چارواکو يا هم د ملي امنيت ادارې تر دې دمه د پېښې په رد يا تاييد کې څه نه دي ويلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button