د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما په خپلو تازه څرگندونو کې ويلي، چې د طالبانو نوی مشر مولوي هيبت الله اخندزاده به د سولې خبرو ته د ناستې پر ځای پر جگړه ټينگار وکړي. نوموړي زياته کړې ده، چې طالبان به د ملا هيبت الله په مشرۍ خپلو هدفونو ته د رسېدو لپاره تاو تريخوالي ته دوام ورکړي خو «د امريکا متحده ايالات به هم افغانستان کې د ترهگرۍ ضد جگړه جاري وساتي».
اوباما دا څرگندونې په داسې حال کې کوي، چې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور له مړينې وروسته يې ويلي وو، چې نوموړی د سولې په وړاندې ستر خنډ و او امريکايي چارواکو هيله لرله، چې په وژلو به يې دغه خنډ له منځه لرې شي.
خو د افغانستان په چارو کې په نړيواله کچه پېژندل شوی کارپوه بارنټ روبين په دې اند دی، چې ملا منصور له دې امله نه دی وژل شوی، چې گوندې نوموړی د سولې په وړاندې گواښ و، بلکې ځکه چې هغه افغانستان کې پر مېشتو امريکايي او ناټو ځواکونو د توندو بريدونو اراده لرله.
د افغانستان د چارو کورني او بهرني شنونکي په دې نظر دي، چې د طالبانو نوی مشر به هم د پخوانو په څېر له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو او د هغوی پر ضد په جگړه ټينگار وکړي. خو بل لور ته امريکايي چارواکي ورځ له بلې افغانستان کې د لا پاتې کېدو خبره کوي.
د سي آی ای پخوانی مامور او د بروکينگز انسټيټيوټ کارپوه بروس ريډل په دې نظر دی، چې طالبان د هغوی د نوي مشر په گډون اوسمهال د جگړې پر برياليتوب باور لري، ځکه نو افغانستان کې د سولې راتلونکې کمزورې برېښي. نوموړي د افغانستان جگړه خورا سخت پړاو کې بللې ده.
د امريکا د پوځ يوه لوړ پوړي چارواکي رسنيو ته د نوم نه ښودو په شرط ويلي، دا چې طالبانو تېر کال ځينې لاسته راوړنې لرلې دي، د افغانستان امنيتي ځواکونو ته جگړه کې ستره مرگ ژوبله اوښتې او د ملي يووالي حکومت مشران لا هم په لانجو بوخت دي، طالبان به د سولې خبرو ته کښېنني.
دا چې د طالبانو د نوي مشر په ټاکل کېدو به د افغانستان د کړکيچ په اړه د دې ډلې په دريځ کې څه بدلون راشي که نه، هغوی خپله په دې اړه لا څه نه دي ويلي.