روغتيا

کومو وختونو کې بايد له جنسي اړيکو ځان وساتو؟

د یوناني طب متخصص سيد جواد د جنسي اړيکو او پر بدن يې د اغېزو په اړه په خپلو څرګندونو کې وايي چې جماع يا جنسي اړيکې د بدن د پاکولو يوه مهمه لاره ده. د هغه پر وينا، طبيعي جنسي اړيکې پر بدن ښې او مثبتې اغېزې لري. د طبيعي جنسي اړيکو له امله بدن خپل طبيعي حالت ته ورګرځي، د سپکوالي احساس کوي، وسوسه او اندېښنه يې له منځه ځي. له بلې خوا جماع نه کول د زړه د حرکت د تېزۍ لامل کېږي، تبه رامنځ ته کوي، سر ګنګسوي، پر بدن بوج راولي او نورې منفي اغېزې لري.

جنسي اړيکې په ځينو وختونو کې مناسبې نه وي.

 

په دغو حالتونو کې بايد له جماع څخه ډډه وشي:

۰ د لوږې پر مهال او له ډوډۍ وروسته او له څه څښلو وروسته.

۰ له ورزش، حمام اخيستلو او دروند کار کولو وروسته.

۰ د ډېرې خوشالۍ او ډېر خپګان پر مهال هم جنسي اړيکې ښې نه وي.

 

هغه نښې د جماع تاوان ښکاره کوي

که چېرته دغه حالت کې ياستئ، نو پوه شئ چې جماع مو بدن ته تاوان لري:

۰ د جنسي اړيکو پر مهال د يخنۍ احساس يا پر بدن د لړزې راتلل.

۰ د جنسي اړيکو پر مهال د درد او ناراحتۍ احساس.

د يوناني طب دغه کارپوه وايي چې که چېرته مو د جنسي اړيکو پر مهال په خپل بدن کې دغه نښې وليدې، نو بايد يوه هفته له جنسي اړيکو ځان وساتئ او ښه خواړه وخورئ.

د يوناني طب له مخې، هغه کسان چې چاغ  دي، د جماع پر مهال لږ ضرر ويني، مګر هغه کسان چې ډنګر دي او وچ مزاج لري، له جماع څخه لږ تاوان ويني. ګرم مزاجه کسان بيا له جنسي اړيکو ډېره فايده ترلاسه کوي.

له اندازې ډېرې جنسي اړيکې بدن کمزوری کوي او سردردي پر غالبوي. دغه راز په مړه خېټه هم جنسي اړيکې ښې نه دي، بلکې معدې ته تاوان لري. بايد له خوړو دوه ساعته وروسته جماع ترسره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button