ژباړن : عطا محمد میاخېل
موږ په داسې یوه ټولنه کې ژوند کوو، چې د بېلابېلو دلیلونو له مخې مور او پلار نه شي کولای، نه غواړي یا ښایي وېرېږي، چې خپلو ماشومانو ته ادب او نظم ور وښیي . په پایله کې ډېری ننني ماشومان نه یوازې بې ادبه، وران کاري او خبره نه اورېدونکي کېږي، بلکې د وزن له ډېرښت سره هم لاس و ګرېوان کېږي .
د مور او پلار له مهمو دندو څخه یوه داده، چې خپلو اولادونو ته فرهنګ، والدینو او مشرانو ته درنښت ور زده کړي . موضوع داده، چې هغوی څنګه کولای شي، چې په ننني فرهنګ کې هلکانو ته درنښت ورزده کړي ؟
۱ ـــ ثابت قدم واوسئ :
خپله خبره مه بدلوئ، سست او کمزوري مه اوسئ، که چېرې اولاد مو فکر وکړي، چې له لس ځله غږ کولو وروسته کولای شي راشي او ځواب درکړي، نو هر ځل باید لس ځلې ور غږ کړئ، ترڅو راشي .
۲ ـــ پولې وټاکئ :
په یوه ښوونځي کې ترسره شوې څېړنه په دې ډوله وه : کله چې د تفریح زنګ وهل کېده، نو هلکان به ډلې ډلې د ښوونځي انګړ ته راتلل او په انګړ کې به یې لوبې کولې او خندل به یې او د تفریح له زنګ وروسته به بېرته خپلو ټولګیو ته تلل، د هغې ورځې په سبا د انګړ شاوخوا دېوالونه لرې شول، د پام وړ بدلون رامنځته شو، هلکان د انګړ منځته راغلل په وېره، نا امنۍ او نه د تل په څېر په انګړ کې یې لوبې کولې، بله ورځ، چې د انګړ دېوالونه بېرته جوړ شول، نو هلکانو یو ځل بیا په خوشالۍ او په یوه امنه فضا کې یې خپلې لوبې پیل کړې .
۳ ـــ د مناسبو پولو په منځ کې هلکان پرېږدئ، چې خپل کار وکړي :
د هغوی په لاره کې خنډ مه جوړېږئ، د ډیری میندو او پلرونو دا خوښېږي، چې زامن یې د خپل ځان کوچنۍ نسخه واوسي او خپلې ټولې ستونزې په خپله هوارې کړي، دا ډول هیلې معمولاً په ناهیلۍ سره پای ته رسېږي .
۴ ـــ مثبت چلندونه وستایئ :
د خپل اولاد ښه کارونه وڅارئ او هغه وستایئ، د ښو کارونو په هر فرصت کې یې وهڅوئ او له هغه څخه ستاینه وکړئ .
۵ ـــ د تېروتنو په پرتله شور او غوغا ډېره وغندئ :
سمه ده، چې ځینې وختونه پرله پسې تېروتنې منفي پایلې لرلی شي، مګر په ټوله کې دا د هلکانو چلند دی، چې تر ټولو ډېر مهم دی، چې باید سم شي .
۶ ـــ هېڅکله مه پرېږدئ، چې اولاد د خپل مور او پلار ترمنځ اختلاف را منځته کړي :
که چېرې مور خپل زوی ته د یوه کار په اړه نه ووایي او زوی پوه شي، چې پلار به مې د دې کار د ترسره کولو اجازه راکوي، نو هرومرو به یې ترسره کړي او په کور کې بې اتفاقي او هرج و مرج را منځته کېږي، باید هلکانو ته دا ورزده کړئ، چې مور او پلار دواړه مساوي ځواک دی، که چېرې یو له هغوی څخه نه ووایي، نو ځواب نه دی . په ډېری ځایونو کې دا ډول قضیې د طلاق لامل کېږي، مګر د اولادونو په خاطر باید مور او پلار خپل اختلافات یوې خوا ته پرېږدي او یو بل سره همغږي شي .
۷ ـــ له خپلو اولادونو څخه چې د کوم چلند تمه لرئ، خپله یې هم ترسره کړئ :
اولادونه د خپل مور او پلار له چلندونو څخه پیروي کوي او د ځان له پاره یې نمونه ګرځوي، که چېرې وګورئ، چې تاسو درواغ وایئ، درغلي کوئ، ښکنځلې کوئ، غلا کوئ یا حتی د خپلې سلامتیا او د خپل ژوند د سبک په اړه ناسمې ټاکنې لرئ، فکر کوئ، چې توپیر نه کوي، هغوی هم هماغه کار کوي، کوم چې تاسو یې ترسره کوئ . که چېرې تاسو او مېرمن مو خپلې دعوې په شور او چیغو حل کوئ، نو پرته له شکه ستاسو اولادونه به هم هماغه کار وکړي . تاسو باید د خپلو اولادونو له پاره یوازینۍ او وروستۍ بېلګه واوسئ .