راپورونه وايي، چې سيمهييزو پوليسو د ميدان وردگ په جلرېز ولسوالۍ کې يو ښوونځي تړلی او د ښوونځي ښوونکي او زدهکوونکي يې ډبولي دي. د ميدان وردگ د پوهنې رياست چارواکو او د ولايتي شورا غړو د دې خبر پخلی کړی. تړل شوي ښوونځي کې زرگونه زدهکوونکو زدهکړه کوله.
د ولايتي شورا يوه غړي شريف الله هوتک رسنيو ته وويل: «سيمهييزو پوليسو د دې ښوونځي ښوونکي او زدهکوونکي وهلي ټکولي دي».
د ميدان وردگ د پوهنې رييس فضل الرحمن طارق د پېښې په تاييد وويل، د پېښې څېړلو لپاره يې جلرېز ته يو پلاوی استولی دی. هغه وايي والي مو له پېښې خبر کړی او د جلرېز له ولسوال سره هم په دې اړه غږېدلي يو.
يادو چارواکو د پېښې د لامل په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو د جلرېز د پوليسو قوماندان عبد الحق وايي، چې طالبانو تېره ورځ له ياد ښوونځي څخه د سيمهييزو پوليسو پر پوسته ډزې کړې وې، چې وروسته پوليس دغه ښوونځي ته ورغلل.
څه موده وړاندې د لوگر او ځينو نورو ولايتونو اوسېدونکو شکايت کړی و، چې پوليس له ښوونځيو د سنگر په توگه استفاده کوي او ځينو ځايونو کې يې پوځي مرکزونه په کې جوړ کړي دي.
په داسې حال کې چې د هيواد له گڼو سيمو په بېلا بېلو وختونو کې د پوليسو له چلنه شکايتونه کېږي، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ډېری وختونه دغه تورونه ردوي.